لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ په وایټ هاوس کې په روژه ماتي د اسلامي سفیرانو مېلمستیه وکړه


صدر ټرمپ تېر کال هم په وایټ هاوس کې روژه ماتی کړی و خو د خپل صدارت په لومړي کال یې دغه روایت نه و پوره کړی

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په وایټ هاوس کې د اسلامي ملکونو سفیرانو او سفارتکارانو دپاره د روژه ماتې انتظام وکړی. هغه وویل دا دستوره د هغه دپاره د اعزاز خبره ده.

د گل، دوشنبې، په ورځ شوې غونډې ته صدر ټرمپ وویل رمضان د یو بل سره د نژدې کېدو، د یو بل د خدمت او د نورو خلکو د ضرورت پوره کولو وخت دی.

صدر ټرمپ وویل دا د نړۍ په بېلا بېلو سېمو کې د مختلفو مذهب منونکو، د عیسایانو دپاره په سري لنکا کې، د مسلمانانو دپاره په نیوزي لېنډ کې او د یهودیانو دپاره په اسرائیل کې سخت وخت دی.

صدر ټرمپ وویل "مونږ ژمنه کوو چې د ترهگرۍ او د مذهب په بنیاد د خلکو د زورول کېدو ته به ماتی ورکوو چې دا رنگ خلک بغیر د ویرې عبادت کولی شي، د کوم خطر پرته دعا کولی شي" او خلک د دوی زړونو ته نژدې مذهبونو سره سم ژوند کولی شي.

صدر ټرمپ روژه ماتې ته رابلل شویو مېلمنو غږ وکړو چې د یو داسې اینده دپاره دعا وکړي چې پکې امن او هم اهنگي وي.

صدر ټرمپ تېر کال هم په وایټ هاوس کې روژه ماتی کړی و خو د خپل صدارت په لومړي کال یې دغه روایت نه و پوره کړی.

په وایټ هاوس کې د روژه ماتې د روایت بنیاد پخواني صدر بل کلنټن اېښودی و چې صدر بش او بیا صدر براک اوباما پرځای وساتلو.

د کال ٢٠١٦ د صدارتي انتخاباتو دپاره په هلو ځلکو کې ډانلډ ټرمپ غوښتنه کړې وه چې امریکې ته د مسلمانانو په مهاجرت دې مکمله پابندي ولگول شي او د صدر په حېث هغه داسې حکمنامې لاس لیک کړي دي د مسلمان اکثریتي ملکونو څخه امریکې ته د خلکو په تگ بندیزونه لگول شوې دي.

په امریکا کې ځېنې اسلامي تنظیمونه وايي د صدر ټرمپ په حکومت د مسلمانانو خلاف او د نورو اقلیتونو په ضد کرکه زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG