لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ په څو هفتوکې په لومړي ځل د وایټ هاوس بهر سفر وکړو


کېمپ ډېوډ ته د روانېدو نه وړاندې صډر ټرمپ خبریالونو ته وویل چې هغه به په کېمپ ډیوډ کې هم د سوشل ډېسټینستنګ یا د سماجي فاصلې پابندي کوي او که د کېمپ ډیوډ نه به نړیوالو مشرانو سره رابطې کوي
کېمپ ډېوډ ته د روانېدو نه وړاندې صډر ټرمپ خبریالونو ته وویل چې هغه به په کېمپ ډیوډ کې هم د سوشل ډېسټینستنګ یا د سماجي فاصلې پابندي کوي او که د کېمپ ډیوډ نه به نړیوالو مشرانو سره رابطې کوي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د تېرو څو هفتو نه کرونا وایرس له امله په وايټ هاوس کې د بند پاتې کېدو نه پس د جمعې په ورځ په لومړي ځل بهر ووتلو او په مېریلېنډ ریاست کې د سیاحت مرکز کېمپ ډیوډ ته سفر وکړو.

رویټرز خبري اداره وايي کله چې د صدر ټرمپ هېلې کاپټر د د وایټ هاوس د جنوبي باغیچې نه اوچت شو نو د مارچ د ۲۸ نېټې نه وروسته دا لومړی ځل وو چې هغه د سپېنې ماڼۍ نه بهر ووتلو.

د مارچ په ۲۸ نېټه صدر ټرمپ د ورجینیا ریاست نوفولک ښار ته ورغلی وو چې د سمندري پوځ هغه سمندري جهاز ته مخه ښه ووايي چې پکې هسپتال جوړ دی. دغه سمندري جهاز نیویارک ته کرونا وایرس د ناروغانو علاج دپاره تللو.

کېمپ ډېوډ ته د روانېدو نه وړاندې صډر ټرمپ خبریالونو ته وویل چې هغه به په کېمپ ډیوډ کې هم د سوشل ډېسټینستنګ یا د سماجي فاصلې پابندي کوي او که د کېمپ ډیوډ نه به نړیوالو مشرانو سره رابطې کوي.

صدر ټرمپ به د اتوار، یکشنبې، په ورځ وایټ هاوس ته ستنیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG