لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

حکومت د تاوان سره مخامخ امریکايي کرونده ګرو دپاره د ۱۹ ارب ډالرو اعلان وکړو


د امریکې د زراعتو وزیر سوني پرډوو وویل د ملک د نورو مدونو په رنګ د امریکې د زراعتو برخه هم د کرونا وایرس نه په منفي ډول متاثره شوې او صدرډانلډ ټرمپ د خپلو کرونده ګرو ترڅنګ ولاړ دی چې د دې بیړني حالاتو څخه ووځي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د جمعې په ورځ کرونا وایرس له امله د تاوان سره مخامخ کرونده ګرو سره د امداد دپاره د ۱۹ ارب ډالرو مالي مرستې اعلان وکړو.

د امریکې د زراعتو وزیر سوني پرډوو وویل د ملک د نورو مدونو په رنګ د امریکې د زراعتو برخه هم د کرونا وایرس نه په منفي ډول متاثره شوې او صدرډانلډ ټرمپ د خپلو کرونده ګرو ترڅنګ ولاړ دی چې د دې بیړني حالاتو څخه ووځي.

رویټرز خبري ادارې وویل د امریکې د زراعتو وزارت په یو بیان کې وویل وزارت به د درې ارب ډالرو په لګښت د ځايي او سیمه اییزو کرونده ګرو نه تازه میوه او سبزیانې، غوښه، شودې او چرګان اخلي او چرچونو او امدادي ادارو ته به یې ورکوي چې په مستحقینو یې تقسیم کړي.

کرونا وایرس د مخینوي په غرض په لاک ډاون کې د کاروبارونو د بندېدو نه پس په لویه شمیره کې خلک بې روزګاره شوي دي او د هغه ادارو دفترونو مخې ته د خلکو لوی لوی قطارونه لیدل کېږي چې خلکو ته خوراک شیان په امداد کې ورکوي.

بلخوا د لاک ډاون او د کاروبارونو د تړل کېد په سبب کرونده ګر هم خپل مصنوعات بازارونو ته نشي وړلی او مجبوراً خپل تیار مصنوعات ضاع کوي.

سوني پرډوو وویل بازار ته د وړلو جوګه سبزیانې تباه کول او یا شودې هم داسې تویه ول نه یوازې په مالي توکه د خفګان خبره ده بلکې د خلکو زړونه هم ماتوي.

په امریکا کې کرونا وایرس د خپرېدو او د کاروبارونو بندېدو له امله په مېلینونو امریکایان بې روزګاره شوي دي او اقتصاد پوهان وايي امریکا دا وخت د اقتصادي بدحالۍ نه تېریږي.

د زراعت په برخه کې د ۱۹ ارب ډالرو د امداد نه وړاندې د امریکې کانګرس کرونا وایرس ځپلیو امریکایانو سره د مالي مرستې دپاره د دوه اشاره دوه کرب (ټرېلین) ډالرو امداد منظور کړی دی.

XS
SM
MD
LG