لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا غواړي ترکي دې په کردانو حملې نه کوي، ترک صدر وايي کرد ډلې ترهگرې دي


د امریکې د قامي سلامتیه مشیر جان بولټن د گل، دوشنبې، په ورځ د ترکي د دورې په مهال ترک مامورینو سره لیده کاته وکړل
د امریکې د قامي سلامتیه مشیر جان بولټن د گل، دوشنبې، په ورځ د ترکي د دورې په مهال ترک مامورینو سره لیده کاته وکړل

د ترکي صدر رجپ طیب اردوان د امریکې دا غوښتنه رد کړې چې ترکي دې د شام څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته په سیمه کې میشته کرد جنگیالو ته زیان نه رسوي.

د ترک صدر د خبرو نه وړاندې د امریکې د قامي سلامتیه مشیر جان بولټن ویلي وو چې د شام نه د امریکايي ځواکونو د انخلا دپاره دا شرط دی چې ترکي به په کرد ځواکونو د حملو نه کولو لوظ کوي.

صدر اردوان د نهې، سه شنبې، په ورځ په یو تقریر کې وویل د داعش، د کرد پېپلز پروټېکشن یونټس او د ډیموکریټک یونین پارټي وسله والو خلاف جنگېدو دپاره به ترکي شمالي شام ته خپل ځواکونه لېږي.

اردوان پارلیمنټ ته وویل په شمالي شام کې د ترهگرو خلاف د عملیاتو تیاری مکمل کړی شوی دی. هغه وویل د عملیاتو هدف به کرد او داعش وي. ترکي گڼي چې داعش د پي کی کی ډلې سره اړیکي لري. ترکي پي کی کی ترهگر تنظیم ټاکلی دی.

صدر اردوان وویل د شام د ترهگرو په سیمه کې موجود تنظیمونو ته به د هغه په وینا سبق ښايي او زیاته یې کړه چې د داعش، پي کی کی، وای پي جي او پي وای ډي تنظیمونو کې هیڅ فرق نشته.

اردوان دا خبره رد کړه چې د شام څخه د امریکايي ځواکونو انخلا د ترکي دې لوظ ته اړتیا لري په کردانو به حملې نه کوي.

د ترکي د اعتراض باوجود، امریکې د داعش خلاف د کرد ډلو د جگړې ملاتړ کړی دی او د شام نه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته به کرد ځواکونه بغیر د څه ملاتړ پاتې شي. کرد ځواکونو ممکنه ملاتړ ترلاسه کولو دپاره کوښښونو کوي چې پکې د شام حکومت نه یې هم د کومک غوښتلو امکان موجود دی. اسرائیل هم په سیمه کې د ایران د زیاتېدونکي نفوذ په ړه د تشویش څرگندونه کړې ده.

د نهې، سه شنبې، په ورځ اردن ته د سفر په مهال د امریکې خارجه وزیر مایک پامېیو وویل شام ته ایران هم لکه د داعش په رنگ یو خطر دی.

مایک پامپېیو وویل په اجتماعي توگه په دې خبره ټول پوهه دي چې د سیمې دپاره لوې خطر داعش او اسلامي انقلاب دی، چې اشاره یې ایران ته وه.

پامپېیو زیاته کړه چې د صدر ډانلډ ټرمپ د شام نه د امریکايي ځواکونو د ویستلو فیصله به په هېواد کې داعش ته د ماتي ورکولو کوښښونه کمز‏وري نکړي.

د هغه د فېصلې د مخالفت وروسته، صدر ټرمپ ویلي امریکايي ځواکونه به د د شام څخه په مناسب رفتار راویستل کیږي خو هغه یې څه نېټه نه ده ټاکلي.

خو د ترکي د صدر ترجمان ویلي شام نه د امریکايي ځواکونو د وتلو دپاره ورته امرکیايي مامورینو د دریو نه تر د څلورو میاشتو وخت ښودلی و.

د ترک صدر ترجمان وویل ترکي دا معلومول غواړي چې ایا امریکايي ځواکونه به د وتلو وړاندې په سیمه کې موجود وسله راغونډوي او دا چې په شام کې به د امریکايي پوځي مرکزونو سره څه کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG