لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا ناېب صدر په شام کې د ترکي پوځي عملیاتو اووربند اعلان کړو


په شام کې د ترکي د ډزبندۍ اعلان نایب صدر ماېک پېنس په انقره کې د امریکې په سفارتخانه کې د امریکې خارجه وزیر ماېک پامپېیو سره په شریک خبري کانفرنس کې وکړو
په شام کې د ترکي د ډزبندۍ اعلان نایب صدر ماېک پېنس په انقره کې د امریکې په سفارتخانه کې د امریکې خارجه وزیر ماېک پامپېیو سره په شریک خبري کانفرنس کې وکړو

د امریکا ناېب صدر ماېک پېنس د ترکي صدر رجب طیب اردوان سره په انقره کې د لیدو کتو وروسته د ترکي لخوا پېل شوي عملیاتو کې اوور بند اعلان کړو.

ښاغلي پېنس سره په دغه سفر کې د امریکا د خارجه چارو سیکتر ماېک پمپیو او د سپینې ماڼې د قامي امنیت صلاحکار رابرټ او براېن هم شامل وو او دغو درې واړو نن د زیارت په ورځ دترکی صدر سره ملاقات کړی.

د ترکي مشر سره د لیدو کتو وروسته د امریکا ناېب صدر ویلي ٫٫ دغلته به د پينځه ورځو لپاره پوځي عملیات ودرول شي٬٬ چې د دغه سیمې نه امریکا پلوه کردي ځواکونه ووځي. د امریکا ناېب صدر زیاته کړې چې امریکا او ترکي به په ګډه د دغه سیمې د خوندیتوب لپاره په ګډه د سولې حل لټوي.

صدر ټرمپ د پرمختگ هرکلی وکړو او ویې وېل د د ترکي او د انسانیت دپاره لویه ورځ ده.

د امریکا او ترکي چارواکو تر منځه د زیارت په ورځ دا خبرې په داسې شوي چې امریکايي صدر تیره ورځ دا خبره رد کړې چې ګنې هغه ترکي ته په دغه سیمه کې د عملیاتو لپاره لار هواره کړې ده.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ تمه لري چې نن د زیارت یا شنجشنبې په ورځ به په انقره کې د امریکا ناېب صدر اوخارجه چارو سیکتر ګټه ور لیده کاته وکړي چې په شمالي شام کې د ترکي لخوا روان عملیات ودروي. صدر ډانلډ ټرمپ بیا بیا دا خبره ردوي چې هغه د دغه عملیاتو ذمه وار دی چې پکې ترکې هڅه کوي چې کردان د دغه سیمې نه په شاه کړي.

امریکايي صدرډانلډ ټرمپ تیره ورځ يو خبرې غونډې ته ویلي ٫٫ که چرې ترکي دغه عملیات وه نه درول، نو اقتصادي بندیزونه، اضافي ټېکسونه او نور ډیر څه مونږ به يې د ترکي پرضد کوو. او دغه هر څه به د ترکی اقتصاد لپاره د تباهۍ وړ وي.

اخوا دکردانو لخوا د شامي صدر بشر الاسد سره د ملګرتیا وروسته د شام ملګري روس ځان د ترکي او شام په دغه لانجه کې تر ټولو غوره ثالث ښودلی. د ترکي صدر اردوان به نن د پنجشنبې یا زیارت په ورځ د امریکايي چارواکو سره ویني.

د ترکي لخوا په شمالي شام کې پېل شوو عملیاتو او د کردانو او شام حکومت تر منځه لوظنامې سره شامي عسکر بیرته د هغه سیمو کنټرول ترلاسه کړی کومې چې د تیرو څو کلونو راهسې په واک کې نه وې.

په دغو کې د کوباني ښار هم شامل دی چرته چې د خودسره اسلامي ریاست یا داعش او کرد پېښمرګا ځواکونو تر منځه سخته جګړه شوې وه. او پیا په کال ۲۰۱۵م کې دغه ښار کرد پیشمرګا ځواکونو نیولی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG