د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي په سوریه کې د داعش د ماتولو وظیفه یې سرته رسیدلی او هغه پلان لري چې ترکیه د پوځي ځواک له لارې نه بلکې د اقتصادي ځواک له لارې تر فشار لاندې وساتي.
ټرمپ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په سوریه کې د امریکا جنګي ځواکونه نشته او هغه فکر نه کوي چې امریکایان به غواړي هلته د جګړې لپاره زرګونه عسکر ولیږي.
په سوریه کې د کردانو تر ولکې لاندې کلیو باندې د ترکیې برید د ولسي خلکو د کورونو پریښودو ته اړ کړي او په سیمه کې یې د بشري بحران د زیاتوالي ګواښ کړی دی.
بشري ډلو د سوریي په شمال ختیځ کې په جنګی ډلو غږ کړی چې په جګړې کې ملکي وګړي نه وژني او د بشري مرستو کارکوونکو ته دې اجازه ورکړي چې دغو سیمو ته ور ننوځي او د لسګونو زره راګير شوي او بې ځایه شوي کسانو سره مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ یوه بیړنۍ ناسته کړې چې په پایله کې یې د یو شمیر غړو لخوا د ترکیې نه وغوښتل شول چې خپل نظامي عملیات ودروي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریس وویل چې هغه د سوریې ستونزې په نظامي حل باور نلري.
انتونیو ګوټیرس، د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي: "د سوریې لپاره هر ډول حل به د سوریې حاکمیت، واک، خاورې او یووالي ته درناوی وي."
د ټرمپ ادارې ویلي چې انقره به په سوریه کې د خپلو کړنو مسولیت په خپله غاړه واخلي.
په امریکا کې یو شمېر سیاستوالو د ولسمشر ټرمپ پر دغه اقدام کلکې نیوکې وکړې او وايي چې امریکا نباید کردي وسله وال یوازي پرېږدي، وايي دغو وسله والو د داعش پر ضد جګړې کې د امریکا مرسته کړې ده.