لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

برطانیه کوښښ کوي چې امریکا د ایران سره اېټمي لوظنامه په ځای وساتي


صدر ټرمپ د ایران سره د شوي معاهدې سخت مخالف دی. هغه به د مۍ د میاشت د دولسمې نېټې پورې فېصله کوي چې آیا د لوظنامې د لاندې په ایران په اقتصادي پابندو کې نرمي په ځای وساتي او که نا؟

ټاکل شوي ده چې د برطانيي خارجه وزیر بورس جانسن به کوښښ کوي چې د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت په دې خبره اماده کړي چې په کال ٢٠١٥ م د ایران سره شوي اېټمي لوظنامه په ځای وساتي.

د بورس جانسن د فتر ترمخه، برطانوي وزیر به د امریکې نایب صدر مایک پینس او د امریکې د قامي سلامتیه مشیر جان بولټن سره د ایران په موضوع د گل، دوشنبې، په ورځ خبرې کوي.

امریکې ته د تلو نه وړاندې بورس جانسن وویل امریکا، برطانیه او یورپي اتحادیان غواړي چې په منځني ختیځ کې د ایران د هغو هلو ځلو مخه ونیسي چې ایران پکې په انټرنیټ حملې کوي، د حزب الله په رنگ ډلو مرسته او په یمن کې د هوثي باغیانو ملاتړ کوي.

صدر ټرمپ د ایران سره د شوي معاهدې سخت مخالف دی. هغه به د مۍ د میاشت د دولسمې نېټې پورې فېصله کوي چې آیا د لوظنامې د لاندې په ایران په اقتصادي پابندو کې نرمي په ځای وساتي او که نا؟

بلخوا د ایران صدر حسن روحاني د اتوار، یکشنبې، په ورځ وویل که چېرې امریکې د ایران سره معاهده ماته کړه نو د تاریخي پښېمانۍ سره به مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG