لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې ملگرو ملتونو کې فلسطیني قرارداد رد کړو


ملگرو ملتونو کې فلسطیني نمائنده د سکیورټي کاونسل غندنه وکړه او وې ویل امنیتي شورا خپلې ذمه وارۍ نه ترسره کوي
ملگرو ملتونو کې فلسطیني نمائنده د سکیورټي کاونسل غندنه وکړه او وې ویل امنیتي شورا خپلې ذمه وارۍ نه ترسره کوي

د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل کې د مقبوضه فلسطیني علاقو نه د اسرائیل د انخلا دپاره فسلطیني قرارداد ویټو یا رد کړی دی.

که چرې امریکې د نهې یا سه شنبې په ورځ قرارداد رد کړی نه هم وی نو د منظورۍ دپاره نهه ووټونه يي نشول ترلاسه کولی. د منظورۍ دپاره قرار داد په حق کې د ١٥ غړو په امنیتي شورا کې ورته د نهه ووټونو ضرورت وو.

ملگرو ملتونو کې د امریکې استازې سمنیته پاور د قرارداد د مخالفت په هکله وویل چې منځني ختیز کې د امن دپاره پکار ده چې دواړه فریقین سختې فیصلې وکړې او مفاهمت ترلاسه کړي. هغې زیاته کړه قرارداد فریقین سیمه کې د دوه ریاستونو قیام ته نشول نزدې کول.

ملگرو ملتونو کې فلسطیني نمائنده د سکیورټي کاونسل غندنه وکړه او وې ویل امنیتي شورا خپلې ذمه وارۍ نه ترسره کوي.

قرار داد غوښتنه کوله چې د کال ٢٠١٧ پورې دې اسرائیل د اردن دریاب غربي غړې یا ویسټ بینک او غزه نه د کال ١٩٧٦ د جنگ نه وړاندې پولې ته لاړ شي. قرار په اسرائیل او فلسطینیانو غږ کولو چې په یو کال کې دې د امن معاهده ترلاسه کړي.

د فرانس خبرې د حماس د ترجمان په حواله ویلي ډلې د فلسطیني صدر محمود عباس غندنه کړې ده. د حماس ترجمان ویلي د ملگرو ملتونو قرارداد یو اړخیز قام وو او دا چې فلسطیني صدر د فیصله سازۍ عمل یرغمل نیولی دی.

اسرائیلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو د ووټ هرکلی کړی او د امریکې په شمول د اسټریلیا، روانډا او نائیجیریا شکریه یي ادا کړه. امریکا او اسټریلیا سکیورټي کاونسل کې د فلسطیني قرارداد مخالفت وکړو. روانډا، نائجیریا او پنځه نورو هیوادونو د سکیورټي کاونسل په ووټ کې د برخه اخیستلو نه ډډه وکړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG