لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یوکرین په سر د امریکا او روس د یو بل پرضد پابندۍ


کریملن کې د ملگرو ملتونو مشر بان کې مون صدر ولادیمیر پوټن سره د یوکرین په صورتحال خبرې اترې وکړي. بان کې مون د یوکرین په حال ژوره اندیښمني څرگنده کړه او په جواب کې صدر پوټن امن دپاره د بان کې مون د کوششونو ستائنه وکړه
کریملن کې د ملگرو ملتونو مشر بان کې مون صدر ولادیمیر پوټن سره د یوکرین په صورتحال خبرې اترې وکړي. بان کې مون د یوکرین په حال ژوره اندیښمني څرگنده کړه او په جواب کې صدر پوټن امن دپاره د بان کې مون د کوششونو ستائنه وکړه
صدر براک اوباما په روس د وړاندې نه لگول شوو پابندو کې اضافه کړې ده، په جواب کې روس هم د ځېنې امریکائي چارواکې خلاف پابندۍ لگولې دي.
د زیارت په ورځ صدر براک اوباما یوه حکمنامه لاس کړه چې ترمخه يي د روس خلاف پابندۍ پراخه کړی شوي دي او اوس پکې ٢٠ افراد او یو بینک شامل دی چې دغه کسانو سره ملاتړی کوي.
روس د امریکې په نهه چارواکو او د کانگرس په غړو د سفر پابندۍ لگولې دي.
بل خوا د ملگرو ملتونو مشر بان کې مون د روس صدر ودلادیمیر پوټن سره د یوکرین په صورتحال خبرې اترې کړې دي او هم د یوکرین په موضوع خبرو اترو دپاره به صدر براک اوباما د یورپ دوره کې د نیټو اتحادیانو سره په ماسکو فشار اچولو دپاره صلاح مشوره کوي.
که یوه خوا روس د یوکرین په کرائمیه سیمه خپله قبضه پخه کړې ده بل خوا صدر براک اوباما د یوکرین کړکیچ د حل دپاره سفارتي او د بندیزونو کوششونه دلاسه نه دي ورکړي.
صدر براک اوباما وايي د امریکا او روس په منځ کې سفارتکاري روانه ده، روس ته ویل شوي چې صورتحال کې تاوتریخوالی ختمولو داپاره اوس هم ورسره لارې چارې موجود دي او هغه دا چې د نړي والې ټولنې په مرسته دې د کییو حکومت سره سفارتي حل راوباسي.
د یورپ د سفر په وړمبي پړاؤ هیگ، هالینډ، کې به صدر براک اوباما خپل اتحادیانو سره یوکرین ته د مالي امداد او روس خلاف د نورو پابندو په موضوع خبرې اترې کوي. د هیگ نه ورستو به براک اوباما برسلز کې د نیټو اتحادي هیوادونو سره د یوکرین په مسله صلاح مشوره کوي.
په روس د جمعرات په ورځ د پابندو زیاتولو په هکله صدر براک اوباما وویل دغه اقدام کرائمیه کې د ماسکو د لاس وهنې په سر اخیستل شوی دی.
صدر براک اوباما وايي د روس حکومت دغه لار غوره کړې ده خو نړې والې ټولنې د روس تگ لاره رد کړې ده.
د امریکې د بندیزونو په جواب کې روس د امریکې په نهه چارواکو او قانون سازانو د سفر پابندۍ لگولې دي. او د روس پارلیمنټ، ډوما، ایوان پایان په اکثریت هغه معاهده منظوره کړې چې کرائمیه او سویسټاپل په رسمي توگه روس کې شاملوي. ددې ورستو به د ډوما ایوان بالا دغه دستاویز منظوروي.
کریملن کې د ملگرو ملتونو مشر بان کې مون صدر ولادیمیر پوټن سره د یوکرین په صورتحال خبرې اترې وکړي. بان کې مون د یوکرین په حال ژوره اندیښمني څرگنده کړه او په جواب کې صدر پوټن امن دپاره د بان کې مون د کوششونو ستائنه وکړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG