لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ: طالبانو د "وحشیانه حملو" لار غوره کړې ده


دا میاشت افغان صدر اشرف غني او طالب استازي د صدر ټرمپ سره په امریکا کې خبرو ته راتلونکي وو خو په کابل کې د طالبانو په یوه ځانمرگي حمله کې د یو امریکايي عسکر په شمول د ١٢ کسانو د وژل کېدو وروسته صدر ټرمپ په ناڅاپه ډول دغه غونډه وځنډوله

د امرېکې صدر ډانلډ ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ د ملگرو ملتونو کلېزې غونډې ته وویل چې د افغانستان د روښانه اینده امید یې د لاسه نه دی ورکړی خو طالبانو د "وحشیانه حملو" لاره غوره کړې ده.

صدر ټرمپ په نیویارک کې د ملگرو ملتونو په مرکزي دفتره کې د ادارې جنرل اسمبلۍ یا عمومي غونډې ته وویل "ځما حکومت د افغانستان د روښانه اینده امید کوي. خو د بده مرغه، طالبانو خپلو وحشیانه حملو ته دوام ورکول غوره کړي دي."

دا میاشت افغان صدر اشرف غني او طالب استازي د صدر ټرمپ سره په امریکا کې خبرو ته راتلونکي وو خو په کابل کې د طالبانو په یوه ځانمرگي حمله کې د یو امریکايي عسکر په شمول د ١٢ کسانو د وژل کېدو وروسته صدر ټرمپ په ناڅاپه ډول دغه غونډه وځنډوله.

د صدر ټرمپ او د طالبانو دغه مجوزه غونډه په داسې حال کې کېدونکي وه چې په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ویلي و چې په افغانستان کې د امن دپاره یې لوظنامې ته حتمي شکل ورکړی او یوازې لاس لیک کېدل یې پاتې دي. خو طالبانو سره مجوزه غونډه د ځنډولو وروسته، صدر ټرمپ ویلي طالبانو سره د خبرو لړۍ ختمه شوې ده.

خو صدر ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ د ملگرو ملتونو غونډې وویل د ترهگرۍ د خاتمې او په افغانستان کې د امن دپاره هلې ځلې به دلاسه نه ورکوي. "مونږ به د خپل ائتلاف او افغان همکارانو سره د ترهگرۍ د ختموولو او امن په حقیقت کې بدلوولو دپاره خپل کار ته دوام ورکوو."

د افغانستان ترڅنگ، د ملگرو ملتونو غونډې ته وینا کې صدر ټرمپ د ایران، شمالي کوریا، چین، امریکې ته د غیرقانوني مهاجرت، په امریکا کې د اقتصادي پرمختگ او د اشتراکیت په ضد خبرې وکړې.

صدر ټرمپ وویل د اېټمي وسلو په تکل کې به د ایران مخه نیسي. هغه په ایران الزام ولگولو چې په منځني ختیځ کې بې ثباتي راپاروي او ویې وېل چې د ایران حکمرانان د خپل ولس غربت او په هېواد کې بډو رشوتونو ختمولو ته توجه ورکړي. هغه وویل ایراني حکمرانان د هېواد دولت لوټي.

صدر ټرمپ د ایران په اړه دغه خبرې په داسې حال کې وکړې چې امریکايي او سعودي مامورین د سعودي عرب د تېلو په دوو مرکزونو د حملو الزام په ایران لگوي. خو د بریدونو پړه د یمن ایران پلوه هوثي باغیانو منلې ده.

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف د امریکې اېن پي ار رېډیو سره د گل، دوشنبې، په ورځ کې د سعودی په حملو کې د ککړتیا خبره رد کړه. د دې نه وړاندې جواد ظریف د امریکې سي اېن اېن ټېلې وژن ته ویلي چې که چېرې سعودي عرب او یا امریکې په ایران حمله وکړه نو بیا به مکمل جنگ پېل شي.

د ایران صدر حسن روحاني به هم د ملگرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کوي او کتنه به دا وي چې هغه به د صدر ټرمپ خبرو ته څه ځواب وايي؟

XS
SM
MD
LG