لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وايی یونېسکو د اسرائیل خلاف تعصب کوي نو ځکه د ادارې نه وځي


د اسرائیل د وزیراعظم بیان وویل بینجمن نیټن یاهو "یونیسکو نه د وتلو د صدر ټرمپ د فیصلې هرکلی کوي
د اسرائیل د وزیراعظم بیان وویل بینجمن نیټن یاهو "یونیسکو نه د وتلو د صدر ټرمپ د فیصلې هرکلی کوي

د امریکې خارجه وزارت اعلان کړی دی چې د اسرائیل په اړه د متعصبانه رویې په سر به امریکا د تعلیم، ساینس او ثقافت لپاره د ملگرو ملتونو ادارې یونیسکو خپل رکنیت ختم کړي.

د امریکې د خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ ترجمانې هیدر ناورټ وویل امریکې په یونیسکو کې غړیتوب ختمولو فیصله د ډیره د سنجیده سوچ ورسته کړې ده.

په یو بیان کې میرمن ناورټ وویل دا فیصله "د یونیسکو د زیاتیدونکې قرض، په تنظیم کې د بنیادي اصلاحاتو او په یونیسکو کې د اسرائیل پرضد دوام لرونکي تعصب په اړه د امریکې د تشویش عکاسي کوي."

سټیټ ډپارمنټ ددې خبرې تصدیق وکړو چې د سږ کال د ډسمبر د میاشت په ٣١ مه نیټه په یونیسکو کې د امریکې رکنیت ختم شي.

د امریکې د اعلان نه څو گنټې ورسته اسرائیل هم وویل چې هیواد به یونیسکو ته مخه ښه ووايي.

د اسرائیلي فیصلې په اړه د اسرائیل وزیراعظم بینجنمن نیټن یاهو دفتر په یو بیان کې وویل چې نیټن یاهو مامورینو ته امر جاري کړو چې د امریکې ترڅنگ اسرائیل د ونیسکو څخه د وتلو لپاره دې اقدامات پیل کړي.

د اسرائیل د وزیراعظم بیان وویل بینجمن نیټن یاهو "یونیسکو نه د وتلو د صدر ټرمپ د فیصلې هرکلی کوي. دا یوه جرات مندانه او اخلاقي فیصله ده ځکه چې یونیسکو نه د بې منطقه خلکو د تماشې ځای جوړ شوی دی او د تاریخ د محفوظ ساتلو پرځای دا (یونیسکو) د تاریخ شکل بد شکله کوي."

یونیسکو د امریکې په فیصله د پښېمانۍ څرگندونه وکړه.

د یونیسکو مشرې ایرینا بوکوه یو خبري غونډې ته وویل یونیسکو د امریکې سره د ډیر وخت راهسې د همکارۍ ښه تعلقات جوړ کړي وو د امریکې د "خارجه تگلارې او عمومي تگلارې سره یې سمون خوړلو."

"ما ډیره په پښېمانۍ د امریکې د خارجه وزیر نه نن لیک ترلاسه کړو،" میرمن بوکوه وویل.

میرمن بوکوه وویل امریکا به د یونېسکو سره د یو مبصر په توگه خپل تعلق جاري ساتي او کله هم امریکا بیرته رکنیت غواړي نو اداره به یې هرکلی وکړي. امریکا د یونېسکو په بانیانو کې شامل هیواد دی.

سږ کال یونیسکو هیبرون یا د الخلیل قدیم ښار چې په ویسټ بینک کې دی د فلسطیني تاریخي اثار درجه ورکړه. هم دغه رنگ ادارې "ټومب اف دي پیټریاکس" چې مسلمانان ورسته الحرم الابراهیمي وايي هم فلسطیني علاقه وټاکله.

په ملگرو ملتونو کې د امریکې استازي میرمن نیکي هېلي وویل یونیسکو دغه فیصلې په سیاسي بنیادونو کړي دي. په خپل بیان کې نیکي هیلي وویل یونېسکو د ښه مقصد لپاره جوړه کړي شوي وه خو د "افسوس خبره ده چې په انتهايي توگه د سیاست او د بد انتظامۍ ښکار ده."

د امریکې د ایوان نمایندگانو یا هاوس اف ریپریزینټیټیوز د خارجه چارو کمیټۍ مشر ایډر رویس د امریکې فیصله د افسوس وبوله خو په اداره یې د اسرائیل خلاف د تعصب او د بدانتظامۍ الزام ولگولو.

فلسطیني ادارې ته د یونیسکو رکنیت ورکولو په سر په کال ٢٠١١ م امریکې د ملگرو ملتونو دې ادارې ته د خپلې برخې مالي پنگه بنده کړه. امریکا ددې اقدام مخالفت کوي چې په منځني ختیځ کې د سولي بغیر دې فلسطینیانو ته د یو ریاست درجه ورکړی شي.

په کال ١٩٨۴ کې هم د هغه وخت د امریکې صدر رانلډ ریگن په یونیسکو کې د اسرائیل خلاف تعصب او بدانتظامۍ په وجه په تنظیم کې د امریکې رکنیت ختم کړی و خو په کال ٢٠٠٢ کې صدر جارج بش امریکا په یونېسکو کې بیا شامله کړه.

د فرانس سرښا پیرس کې میشته یونېسکو په کال ١٩٦۴ کې قایم کړی شوي وه او په نړۍ کې د تاریخي اثارو د تحفظ دنده ترسره کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG