لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې غوښتلي چین دې د ژمي اولمپېکس مقابلو په مهال مطبوعاتو ته ازادي ورکړي


د امريکا د خارجه چارو د وزارت وياند نېډ پرايس ميډيا ته وويل “مونږ د چين چارواکو ته وايو د ژورنالېسټانو ګرځېدل او ځايونو ته لاس رسی دې نه محدودوي بلکې د اولمپېک کورېج سره سره دې دا هم يقيني کړي چې هغوی خوندي وي او په ازادۍ خبريالي وکړي”
د امريکا د خارجه چارو د وزارت وياند نېډ پرايس ميډيا ته وويل “مونږ د چين چارواکو ته وايو د ژورنالېسټانو ګرځېدل او ځايونو ته لاس رسی دې نه محدودوي بلکې د اولمپېک کورېج سره سره دې دا هم يقيني کړي چې هغوی خوندي وي او په ازادۍ خبريالي وکړي”

امريکا چين ته ويلي د راروان کال د فرورۍ د ژمي اولمپېکس لوبو او ځايونو ته دې ژورنالېسټان په ازادۍ ورپرېږدي چې په خلاص مټ د سيالو کورېج وکړي.

امريکايي چارواکو دا څرګنده نه کړه چې امريکا به د کال 2022 په بيجينګ اولمپېکس کې ګډون کوي او که نه خو دا يې وويل چې واشنګټن به د چين د بشري حقونو مسلې په دوامداره توګه راپورته کوي.

د امريکا د خارجه چارو د وزارت وياند نېډ پرايس ميډيا ته وويل “مونږ د چين چارواکو ته وايو د ژورنالېسټانو ګرځېدل او ځايونو ته لاس رسی دې نه محدودوي بلکې د اولمپېک کورېج سره سره دې دا هم يقيني کړي چې هغوی خوندي وي او په ازادۍ خبريالي وکړي”.

په بيجينګ کې مېشت د بهرنو هېوادونو رپورټرانو تېرو ورځو کې د اولمپېکس سره تړلي کورېج په اړه ژورې انديښنې ښودلې وې او ويلي يې وو په چين کې يې د رپورټېنګ مامېلې واضحه او رڼې نه دي.

د فارن کارسپانډېنټس کلب اف چاينه په ټوېټر ليکل شوي “د تېر کال راهسې بهرني خبريالان د ژمي اولمپېکس لوبو د پاره د روانو تياريانو د کورېج نه منع کړل کيږي او په عامو دستورو کې ورته د ګډون اجازت نه ورکول کيږي او تر دې چې د لوبو ځايونو کتلو ته يې نه پرېږدي”.

يو خبريال وويل “مونږ د اولمپېک لوبو د ځايونو يو ټي وي پيکېج جوړولو او پکې مو د بشري حقونو په سر د بايکاټ خبره وکړه چې سملاسي راپسې د د ټور ارګنايزر په چيني وي چيټ زنګ وواهه او په انګرېزۍ او چينايي ژبو يې زه په رپورټېنګ وګواښلم چې بيا به درته بلنه در نکړو. د هغې وروستو يې بيا نه يو ورپرېښودي”.

هغه ليکي “زه لاړم او د لوبو د ځايونو او يو عام سړک تصويرونه مې په ايفون واخستل چې يو امنيتي تن په ګاډي کې په ما پسې راروان شو او ډېر وخت تېر نه و چې پوليس سکوارډ راته اشاره وکړه چې زما نه دا وپوښتي چې ما هغلته څه کول او د څه تصويرونه مې اخستل”.

څو ورځې وړاندې چې د G-20 ملکونو په بيجينګ اولمپېکس کې د ګډون هوکړه وکړه نو د امريکا د خارجه چارو وزارت په خپل يو تازه بيان کې وويل امريکا د سينکيانګ او د نورو بشري حقونو په مسله د چين خلاف ژورې انديښنې لري.

چين د G-20 هېوادونو پرېکړه ستايلي او دا يې د اولمپېکس يو ملاتړ بللی او د چين د خارجه چارو وزارت وياند وانګ وېنبېن ويلي “په دې موقع ورته انټرنيشنل اولمپېکس کميټې او ډېرو هېوادونو د خيرسګالۍ تازه پيغامونه ورلېږلي دي”.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG