لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د افغانستان نه د وګړو د راایستلو چارو ته نوې مشره وټاکله


د امریکا خارجه وزارت د نهې/سې شنبې په ورځ اې. اېلزابټ جونز چې یوه تجربه کاره سفارتکاره ده، د افغانستان نه د تښتېدونکو افغانانو د انتقال د چارو کوارډېنېټره یا هماهنګ کوونکې وټاکله.

د امریکې د خارجه وزارت ترجمان نېډ پرایس په یو بیان کې ویلي چې اې اېلزابټ جونز به د هغو افغانانو د نقل مکان چارې وڅاري کوم چې د افغانستانه وتلي او یا غواړي له هغه هېواده بهر ته وتښتي.

تېر اګسټ میاشت کې چې کله طالبانو افغانستان ونیو او له هغه ملکه د امریکایيانو، نورو بهرنيو وګړو، سفارتکارانو، او د خطرو سره مخ افغانانو د انخلا چارې په افراتفري سره تېز شول، نو هغه وخت یو بل تجربه کاره ډېپلماټ جان بس چې پخوا افغانستان کې د امریکا سفیر پاته شوی و، کابل ته ولېږل شو چې هلته د انخلا چارې سمبالې کړي.

اېلزابټ جونز پخوا د امریکې د خارجه وزارت مرستیاله، او همدا شان د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکې د پخواني خاص استازي مرستیاله پاته شوې ده. د خارجه وزارت د ویاند په قول، مېرمن جونز به امریکا ته د افغانانو د راوستلو دپاره، له افغانستانه د کاږلو نه نیولې بیا په امریکا کې د هغو د ځای پر ځای کولو پورې د ټولو چارو څارنه کوي، او دا به هغه افغانان وي چې امریکا ورته د ملاتړ وعده ورکړې ده.

یاده دې وي چې طالبانو څو ورځې مخکې په قطر کې د امریکې له استازو سره خبرې وکړې او په هغو کې، د امریکا د خارجه وزارت په وینا، د طالبانو سره د امنیتي موضوعاتو او ترهګرۍ سره د مقابلې د مسئلې ترڅنګ، په دې هم بحث وشو چې طالبان دې هغو کسانو ته د وتلو سهولت برابر کړي کوم چې غواړي د افغانستان نه بهر ته ولاړ شي.

اوس مهال لسګونه زره افغانان چې د انخلا مېشن په لړ کې امریکا ته رارسېدلي، په پوځي مرکزونو او یا د مهاجرو د ساتنې په مرکزونو کې ساتل کیږي چې دفتري کارونه یې ختم شي او بیا د امریکا په مختلفو علاقو کې ځای پر ځای کړی شي څو خپل نوی ژوند پیل کړي.

په همدې حال کې سپېن (هسپانیې) هم ویلي چې لسګونه تنه افغان مهاجر یې د ګل/دوشنبې په ورځ د اسلام آباد نه د سپېن یوې پوځي اډې ته منتقل کړي دي. د سپېن حکومت د اکټوبر په یوولسمه وویل چې شاوخوا پنځه اتیا (۸۵) افغان مهاجر یې د پاکستان نه راایستلي دي، چې په دې کې ښځې او ماشومان هم شامل و.

د سپېن دفاع وزیره مارګرېټا روبلز، خارجه وزیر خوزه مانوېل البارز او یو شمېر نورو چارواکو د دغو افغانانو هرکلی کړی دی. سپېن حکومت د یو پروګرام لاندې غواړي ټول هغه کسان سره د کورنیو یې د افغانستانه وباسي کوم چې پخوا یې د سپېن له حکومت سره کار کړی و.

د طالبانو حکومت تر اوسه هېڅ کوم بل ملک په رسمیت ندی پېژندلی، مګر د بشري امداد او افغانستان کې د بهرنیو موسسو د ګېر پاته شوو افغان همکارانو د برخلیک په اړه خارجیان د طالبانو سره په تماسونو کې دي.

د یادولو وړ ده چې د سټمبر میاشتې په آخرو کې، امریکا کې د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ دوولسو سېنېټرانو د صدر جوبایډن د حکومت نه غوښتنه وکړه چې دوه لوړ پوړي چارواکي دې وګماري چې د هغو اهلیت لرونکو افغانانو په راوېستلو کې امداد وکړي کوم چې د امریکې مرسته یې کړې خو د امریکايي ځواکونو د انخلا نه وروسته په افغانستان کې پاتې دي.

سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل د هغې دفتر سره 1800 کسانو رابطه کړې ده. هغې وویل په دغو کسانو کې امریکايي شهریان، اېس ايي وي ویزه لروونکي، خبریالان او هغه قراردادي کارکوونکي شامل دي چې په کابل کې د امریکې په سفارتخانه کې یې کار کوولو.

امریکايي مامورینو ویلي د اګست په اخیره کې د دوو هفتو په مهال یې افغانستان نه د 124000 نه زیات کسان راوېستلي دي. دا د امریکې په تاریخ کې د هوايي جهازونو دلارې د خلکو د راوېستلو تر ټولو لوی اپرېشن بلل شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG