لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان نه د وتو په وخت په نړیوالو ځواکونو د بریدونو مخنیوی، لارې لري: امریکايي منصوبه ساز


د پېنټاګان چارواکي وايي که چرې د افغانستان نه د امریکا او نېټو ځواکونو د وتو په وخت طالبان یا نورې کومې ډلې په دوی د بریدونو فېصله وکړي، نو د پوځي منصوبه سازو سره یې د مخنیوي د پاره یوشمېر لارې شته.

د افغانستان نه د امریکا او نېټو ځواکونو د وتو په وخت د امنیتي تحفظ په خاطر د امریکا دوه بمبار جنګي جهازونه د قطر الحدید پوځي هوايي ډګر ته رسیدلی دي.

د واېس اف امریکا خبریال جېف سېلډېن په خپل ټوېټر د هغه دوه امریکايي B-52 جنګي جهازونو عکسونه هم ورکړي دي چې په اړه یې ویلي شوي دي دا جهازونه به د یوې اندازې مطابق د امریکا او نېټو هغه لسو زرو ځواکونو ته تحفظ ورکوي چې د ټاکلي شوي پلان د لاندې به راتلونکو میاشتو کې له افغانستان نه وځي.

دا نوي جنګي جهازونه په قطر کې د امریکا د هوايي پوځ هغه دوه نورو بمبار جهازونو سره یو ځای شوي دي چې له وړاندې نه په قطر کې موجود دي، چا ته چې حکم شوې دی د افغانستان نه د ځواکونو تر وتو پورې دې دغلته موجود وي.

چارواکو ویلي دي ددې لپاره به په لنډ حکم مځکني پوځونه هم تیار وي او د پېنټاګان ویاند جان کربي خبریالانو ته ویلي دي د ده په خیال په افغانستان کې د نورو ځواکونه اضافې تمه هم کیدلی شي.

جان کربي زیاته کړی څه که هم مونږه داسې غواړو نه، خو وايي مونږه اندازه لګولی چې د طالبانو لخوا د ځواکونو د واپسۍ مخالفت کېدی شي.

کربي وايي اول خو دا چې مونږه دا یقیني کوو او دا به اهمه وي چې داسې ونشي او دویمه دا چې که چرې داسې وشول نو مونږه پوره صلاحیت لرو چې د ځواکونو د وتو په صورت کې د خپلو خلکو تحفظ یقیني کړو.

امریکا سیمې ته د بمبار جهازونه لیږلي چې د عسکرو د انخلا پروسې ته تحفظ ورکړي
امریکا سیمې ته د بمبار جهازونه لیږلي چې د عسکرو د انخلا پروسې ته تحفظ ورکړي

دا خبرې په داسې وخت کېږي چې د امریکا صدر جوبایډن د مۍ اولنۍ نېټې نه د افغانستان نه د 2500 نه تر 3500 پورې د امریکايي ځواکونو د ایستلو اعلان کړی چې د روان کال تر یولسم ستمبر پورې به مکمل کولی شي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرل سکاټ مېلر د اتوار په ورځ کابل کې خبر یالانو ته ویلي وو چې دوي له وړاندې څخه د ځواکونو د اوخکلو لړۍ پېل کړې ده.

سکاټ مېلر ویلي وو چې ددې مطلب دا دی چې د امریکا او نېټو ځواکونو د وتو وروسته پوځې اډې افغان ځواکونو ته انتقالوي دوشي باید تیار وي.

بلخوا د پېنټاګان چارواکي وايي چې د ځواکونو د اوخکلو په منصوبه لا کار روان دی خو زیاتوي تفصیلي منصوبه به تر راتلونکې جمعې ورځې پورې مخې ته راشي.

دغه چارواکي وايي چې دوي د لرې نه د افغان ځواکونو د مرستې د پاره لارې لټوي چې پکې د افغان هوايي پوځ مرستې هم شاملې دي.

د دې باوجود چې ځینو اعلا امریکايي پوځي چارواکو او بیلا بیلو حکومتي څارنه کونکو اندېښنې ښودلي دي چې که د سولې خبرې ناکامه کېږي نو افغان ځواکونه د پوځي چېلنجونو په وړاندې کم صلاحیتونه لري.

د امریکا د ځواکونو مرکزي کمانډر جنرل فرېنک مېکنزي د کانګرس غړو ته تېره اوونۍ ویلي وو ددې باوجود بیا هم اندېښنې لري چې افغان ځواکونو د مرستو بغېر د څو کلونو راهیسې په مزکه پوځي چارې سنبالې کړی دي.

طالبانو له وړاندې څخه ګواښونه کړي که د لوظنامې ترمخه امریکايي ځواکونه تر مۍ اولنۍ نېټې پورې له د افغانستان نه وونوتل نو ذمه واري به یې په هغه چا وي چې د لوظنامې خلاف ورزي یې کړی وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG