لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلېنکن به آینده هفته د افغانستان په اړه د سنېټرانو پوښتنو ته جواب وایي


د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن

د امریکې خارجه وزیر انټني بلېنکن راضي شوی چې آینده هفته د کانګرس یوې ډلې سنېټرانو ته د افغانستان نه د امریکا د وتلو د څرنګوالي او د افغانستان د حالاتو په اړه وضاحت ورکړي. د کانګرس دا ډله د افغانستان نه د امریکا افراتفري وتګ څېړي.

د امریکا په کانګرس کې د حکومت مخالف رېپبلېکن استازو او همدا راز د واکمن ډېموکرټیک ګوند ځیني استازو په صدر جو بایډن باندې د افغانستان نه د امریکني شهریانو، عسکرو، او زرګونو افغان اتحادیانو او ترجمانانو د ویستلو په طریقه کار سخت تنقیدونه کړي دي.

دا تنقیدونه په خاص ډول پس له هغه تېز شول چې د انخلا د مېشن په آخرو ورځو کې، د کابل نړېوال هوایي ډګر سره په یوې خونړۍ ځانمرګې چاودنه کې دیارلس امریکایي پوځیان ووژل شول. د هغې حملې ذمه واري د داعش خراسان ډلې په غاړه واخیسته.

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن دې ته حاضر شوی چې راتلونکې هفته په نهې/سې شنبې ورځ د سنېټ د بهرنیو اړیکو کميټې ته ورشي او د سنېټرانو پوښتنې ځواب کړي. په همدې حال کې ممکن د کانګرس نورې کمیټې هم د افغانستانه د امریکا د انخلا په اړه خپلې پلټنې جاري کړي.

د انخلا مېشن په رسمي توګه یوه هفته وړاندې (د اګسټ په دېرشمه) ختم شو، خو ویل کیږي چې شاوخوا سل (۱۰۰) تنه امریکایي شهریان لا هم افغانستان کې تر شا پاته دي او د امریکا چارواکو وعده کړې چې که هغه کسان وغواړي، نو له افغانستانه به یې راوتلو کې ورسره امداد وکړي.

د دې نه علاوه، زرګونه تنه افغانان هم په دې لټه کې دي چې د طالبانو د واکمنۍ نه امریکا او یا نورو ملکونو ته وتښتي.

په امریکا کې په قامي کچه نظرپوښتنې څرګندوي چې دلته امریکایي ووټران اکثره د افغانستان جنګ درولو په برخه کې د صدر بایډن د فیصلې ملاتړ کوي، مګر د دې ملاتړ نه کوي چې په څه طریقه بایډن دا جګړه ختمه کړه.

ممکن آینده هفته کې خارجه وزیر بلېنکن د سنېټرانو د سختو پوښتنو سره مخامخ شي چې ولې امریکا له وړاندې لا افغانستان نه د امریکني شهریانو د راایستلو لړۍ پیل نه کړه او ولې یې دا بهیر وځنډوه، حال دا چې هغه په اپرېل کې پخپله اعلان کړی و چې د پخواني صدر ټرمپ او طالبانو ترمنځ د لوظنامې خیال به ساتي او له افغانستانه به ټول عسکر راوباسي.

د امریکا د کانګرس غړي په دې هم کلک تنقیدونه کړي چې د امریکې استخباراتي ادارو ولې سمه پېشبیني نه وه کړې چې افغان حکومت به دومره ژر ړنګیږي او طالبان به ټول افغانستان باندې قبضه لګوي.

XS
SM
MD
LG