لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا ته راتلونکو افغان ترجمانانو او کورنیو ته یې یو پوځي مرکز په پام کې نیول شوی


له افغانستانه د امریکایي عسکرو د راوتلو سره سم، هغه افغانان چې له دوی سره یې د ترجمانۍ کار کړی دی، هم د امریکا حکومت له افغانستانه راباسي او د دې کسانو اوله جوپه به په ابتدا کې د امریکا سرښار واشنګټن ته نږدې یوې پوځي اډې کې مېشت کړی شي.

د امریکا د خارجه او دفاع وزارت چارواکو د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې تر دوه نیم زره (۲۵۰۰) افغانانو پورې به د وېرجینیا ریاست فورټ لي پوځي اډې ته انتقال کړی شي. دا پوځي اډه د سرښار واشنګټن نه دوه سوه و شپاړس ۲۱۶ کلومټره لېرې د جنوب پلو پرته ده. امریکا ته د دغو افغان ترجمانانو د راوستلو دپاره به پروازونه د روانې میاشتې په وروستیو کې پیل شي.

په دې اوله جوپه کې به قریب اوه سوه (۷۰۰) ترجمانان او د امریکایي قواوو نور افغان مرستندویان شامل وي او همدا راز د دې کسانو کورنۍ به هم ورسره امریکا ته راوستل شي. دوی به څو ورځې په پوځي اډې کې مېشت وي او بیا به د امریکا په نورو سیمو کې ځای پر ځای کړی شي.

د امریکا د خارجه وزارت ویاند نېډ پرایس خبریالانو ته وویل چې دا ډله افغانان ټول هغه کسان دي چې د اېس آی وي یا د مهاجرت سپېشل ویزې د پروګرام له طریقه یې کارونه مخ ته تللي او کاغذونه یې قریب په بشپړېدو دي.

د امریکا د خارجه وزارت ویاند زیاته کړه: «دا هغه زړه ور افغانان او د هغوی کورنۍ دي چې په کابل کې د امریکا سفارت، امریکا دپاره د دوی د خدمتونو تصدیق کړی دی او د اېس آی وي پروګرام د امنیتي چېک پروسه یې ختمه کړې ده.»

د پنټاګان چارواکو بیا وویل چې هغوی تمه لري افغان ترجمانان په کرار کراره امریکا ته راورسیږي او په دې توګه چارواکو ته وخت پیدا شي چې د دوی د ویزو کار خلاص کړي.

امریکايي چارواکو تېره هفته وویل، هدف دا دی چې د اګست میاشتې تر آخره د پاته امریکایي عسکرو تر راوتلو وړاندې، قریب اتلس زره (۱۸۰۰۰) افغانان له افغانستانه راوایستل شي.

کله چې دا ترجمانان په امریکا کې مېشت شي، نو بیا تر درې میاشتو پورې ورسره د پیسو، خوراک، جامو، او د کور د سامان امداد کیږي.

که څه هم د دې افغانانو اوله ډله به د ویرجنیا یوې پوځي اډې – فورټ لي – ته منتقل کړی شي، خو دفاع وزارت وایي چې چېرته ضرورت پېښ شي، نو په امریکا کې نور مرکزونه هم د دې مقصد دپاره کارېدلی شي.

د دې ترڅنګ، شاوخوا څلور زره (۴۰۰۰) نور افغانان چې د اېس آی وي پروګرام ته یې درخواستونه ورکړي دي خو کارونه یې لا تر اوسه ندي تمام شوي، هغوی نورو ملکونو ته لېږدول کیدی شي او بیا چې د ویزو او کاغذونو کارونه یې ختم شي، امریکا ته به راوستل شي.

د امریکا دفاع وزارت وایي چې په دې برخه کې یې د سفارتکارانو په مرسته د منځنۍ ایشیا له ځینو ملکونو لکه قزاقستان، تاجکستان، او ازبکستان سره په خبرو کې دي.

امریکایي سنېټرې جین شهین (ډمکراټ) چې افغان ترجمانانو ته د ځانګړې ویزې د ورکولو قانون یې مخ ته کړی و او امریکا ته د دې افغانانو د راتلو دپاره یې قانوني هلې ځلې کړي دي، په دې خوشحالي ښودلې چې د افغان ترجمانانو اوله ډله به فورټ لي پوځي اډې ته راورسيږي.

ډمکراټه سنېټره جین شهین
ډمکراټه سنېټره جین شهین

سنېټرې جین شهین ویلي: «دا چې خپل د اتحادیانو په وړاندې خپلې وعدې پوره کړو، دا نه یوازې درُست کار دی، بلکې ټولې نړۍ ته یو واضحه پیغام هم لېږي چې امریکا پر خپله خبره کلکه ولاړه ده.»

په ویرجنیا کې د فورټ لي په نوم پوځي مرکز چې دا افغانان به اول پکې میشت شي، د امریکا د پوځ درېيم ستر تعلیمي مرکز دی چې د امریکا اووه یشت زره (۲۷۰۰۰) پوځیان او د دې پوځیانو کورنۍ پکې اوسیږي.

XS
SM
MD
LG