لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

یوه امریکایۍ ښځه له القاعده سره د مرستې د کوشش په تور ونیول شوه


یوه امریکایۍ ښځه چې ویل کیږي کوشش یې کاوه د القاعده ترهګرې ډلې ته د وسایلو مرسته وکړي او د هغې ډلې سره یوځای شي، په امریکا کې نیول شوې ده.

د امریکا د عدلیې وزارت یو بیان جاري کړی او پکې یې ویلي، دا ښځه جېل ماري جونز نومیږي چې د ارېزونا ایالت له شاندلر نومې سیمې سره یې تعلق ساته، او د شورو-چهارشنبې په ورځ د ارېزونا په فینېکس ائیرپورټ کې هغه وخت ونیول شوه چې غوښتل یې سفر وکړي او د القاعدې ډلې سره یوځای شي.

د امریکا د تحقیقاتو ادارې (اېف بي آی) په درج شوې مقدمه کې راغلي چې جېل ماري جونز د دوو کسانو سره په تماس کې وه چې فکر یې کاوه یو یې د القاعدې ډلې کوم کس دی، مګر په حقیقت کې دا دواړه کسان د اېف بي آی خفیه اېجنټان و.

په مقدمه کې دا هم راغلي چې جونز په دې خیال چې د القاعدې له کوم غړي سره خبرې کوي، د اېف بي آی ایجنټ سره په خبرو کې دې ته راضي شوې وه چې هغه ته پېسې ولیږي او په دې پیسو باندې القاعده ډله وسلې واخلي او امریکایي عسکر ورباندې ووژني.

د اېف بي آی خبره ده چې جونز په مئی میاشت کې د دوی اېجنټ ته د پنځه سوه ډالرو یو ګېفټ کارډ هم په همدې مقصد ورکړی و. د دې نه علاوه، د امریکا حکومت وایي چې جېل جونز غوښتل د ترکي له لارې ځان شام ته ورسوي، خو د امریکا په فینیکس ائیرپورټ کې ونیول شوه.

د امریکا د داخلي امنیت په وزارت کې د داخلي ترهګرۍ پخوانی څېړونکی ډارېل جانسن وایي چې دغسې ګرفتارۍ په امریکا کې پخوا هم شوي دي. هغه زیاتوي: هرکال مونږ شاوخوا لس، دولس د ګرفتارۍ داسې پېښې ګورو چې خلک کوشش کوي له ملکه بهر ولاړ شي او تندلاري شي، یا له ملکه بهر ترهګرۍ دپاره مرستې وکړي.

د افغانستان کندز ته سفر

د امریکا د عدلیې وزارت په خپل بیان کې ویلي: جونز د جهاز ټکټونه اخیستي و چې له امریکا نه ووځي او په افغانستان کې له القاعده سره یوځای شي، خو د ائیرپورټونو د بندېدو له وجهې، هغې بیا خپل فلایټونه ترکي ته بدل کړي و. بیان زیاتوي چې هغې غوښتل د ترکیې نه شام ته ولاړه شي.

د جېل ماري جونز خلاف د اېف بي آی لخوا په درج شوې مقدمه کې راغلي چې د اېف بي آی له خفیه اېجنټانو سره یو ځل په خبرو کې، د افغانستان کندز ولایت ته د سفر کولو او هلته له القاعده سره د یوځای کېدو موضوع هم یاده کړې ده.

د دې نه وړاندې، ویل کیږي چې جونز ته په آنلاین تماس کې کوم نامعلوم کس د کندز تللو سپارښتنه کړې وه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د خالي/شنبې په ورځ یو رپوټ خپور کړ او هغه کې یې ویلي چې القاعده ډله اوس هم د افغانستان په دوولسو ولایتونو کې فعالیت لري. د رپوټ ترمخه، په کندز ولایت کې د القاعده ډلې نه علاوه، نورې تندلارې ډلې، لکه د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک، هم فعالې پاته دي.

XS
SM
MD
LG