لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې نن د مارټین لوټر کېنګ ورځ په غېرمعموله طریقو لمانځل کیږي


په سرښار واشنګټن ډي سي کې د مارټین لوټر کېنګ جونېئر تمثال
په سرښار واشنګټن ډي سي کې د مارټین لوټر کېنګ جونېئر تمثال

په امریکا کې نن د عدم تشدد لارې د یو مخکښ فعال او مبارز، مارټین لوټر کېنګ ورځ ده. دا ورځ په داسې وخت کې لمانځل کیږي چې د یوې خوا د کرونا عالمي وبا له امله زیاتره دستورې اوس په آنلاین بڼه ترسره کیږي، او بل طرف ته په امریکا کې د منتخب صدر جو بایډن د سوګند اخیستو په درشل کې د سیاسي تشدد خطرې مخې ته راغلي دي.

هر کال د جنوري په میاشت کې، درېیمه ګل/دوشنبې، د امریکا خلک د مارټین لوټر کېنګ جونېئر ورځ لمانځي. هغه د مدني حقونو یو ستر مبارز و چې لاره یې عدم تشدد و او په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کلونو کې یې د تورپوستو امریکاییانو د حقونو دپاره لویې لویې مظاهرې وکړې.

په امریکا کې معمول داسې ده چې هر کال د مارټین لوټر کېنګ جونېئر د لمانځنې په ورځ، خلک د ټولنې په مختلفو برخو کې د خدمت ترسره کولو له لارې د هغه یاد تازه کوي. خو دا ځل د کرونا وبا له یوې خوا، او په بېلابېلو ښارونو کې د تشدد نه ډکو احتجاجونو د خطرې امکان له بلې خوا، د دې ورځې لمانځل اغېزمن کړي دي.

د واشنګټن ډي سي مرکزي سیمه دا هفته د خلکو پر مخ تړلې پاته ده
د واشنګټن ډي سي مرکزي سیمه دا هفته د خلکو پر مخ تړلې پاته ده

دا ورځ سږکال په داسې وخت کې برابره شوې ده چې دوه ورځې پس د منتخب صدر جو بایډن د سوګند اخیستلو دستوره ده او د دې د امنیت دپاره په سرښار واشنګټن ډي سي کې تر ۲۵۰۰۰ نېشنل ګارډ عسکر ځای پر ځای شوي دي، دا ځکه چې د جنوري په شپږمه د ټرمپ یوه ډله بلواګرو پلویانو د کانګرس پر اېوان یرغل وروړ او هلته د تشدد پېښې رامنځ ته شوې.

د فېډرال حکومت چارواکي وايي د تشدد په هغو پېښو کې ځېني شامل کسان، نسل پرسته سپین پوستي و. چارواکو دا خبرداری هم ورکړی چې ممکن په واشنګټن ډي سي او د ریاستونو په سرښارونو کې د تشدد ډک نور احتجاجونه هم وشي. د همدې وېرې، د واشنګټن مرکزي سیمه (نېشنل مال) د خلکو پر مخ تړل شوې ده.

په دستورو کې تغیر راتلل

د ټولنیزو خدمتونو منصوبې لا هم د سرښار واشنګټن په شاوخوا سیمو کې روانې دي، خو منتظمین یې وایي چې د کلابندو برخو نه به لېرې پاته وي او بل دا چې د کرونا له وجې به ټولنیزې فاصلې هم ساتل کیږي.

د مثال په توګه، یوه داسې منصوبه د وېرجنیا په رېسټن علاقه کې ده چې د مارټین لوټر کېنګ جونېئر ورځ، د لارو کوڅو د خځلو په صفا کولو او بې کوره کسانو ته د خوراکونو په ورکولو لمانځي.

د امریکا په کانګرس اېوان کې د مارټین لوټر کېنګ مجسمه د تېرې هفتې له پېښو وروسته
د امریکا په کانګرس اېوان کې د مارټین لوټر کېنګ مجسمه د تېرې هفتې له پېښو وروسته

د سرښار واشنګټن نورې ډلې دا ورځ په آنلاین توګه لمانځي او مارټین لوټر کېنګ جونېئر ته خپل احترام څرګندوي. په واشنګټن کې د فولجر تیاتر هم په دې ورځ آنلاین پروګرامونه لري او د تورپوستو امریکاییانو د تاریخ او کلتور موزیم هم په انټرنېټ باندې د موسیقۍ وېړیا کنسرت تنظیم کړی دی.

په همدې ډول په ایالتونو کې هم، چېرته چې د مارټین لوټر کېنګ جونېئر ژوند او یا مبارزه شوې ده، د هغه په یاد انټرنېټي یا آنلاین غونډې کیږي.

د عدم تشدد تحریک

مارټین لوټر کېنګ جونېئر، د پاچا خان او ګاندي په شان، په امریکا کې د عدم تشدد د لارې یو مخکښ رهبر پاته شوی دی او دا چې هغه د وسله والې مبارزې پر ځای د عدم تشدد لاره غوره کړې وه، همدا کار یې د کامیابۍ لویه وجه ګڼل شوې ده.

کېنګ به ویل چې هغه د هند د لیډر مهاتما ګاندي له سبقونو نه متاثره شوی دی.

په امریکا کې د کېنګ په مشرۍ د مدني حقونو په مبارزانو سختې ورځې راغلې، لکه یو ځل چې د الاباما په بېرمېنګهم ښار کې پولیسو د سکولونو په پرلت کوونکو طالب العلمانو باندې د هغو د خورولو دپاره سپیان ورخوشې کړل او د اوروژنې ټرکونو ورباندې اوبه وپاشلې.

مارټین لوټر کېنګ جونېئر په واشنګټن کې د خپلې تاریخي وینا پر مهال
مارټین لوټر کېنګ جونېئر په واشنګټن کې د خپلې تاریخي وینا پر مهال

همدا راز د الاباما په سېلما ښار کې په کال ۱۹۶۵ کې د تورپوستو فعالانو یو تاریخي مارچ وشو چې د بلېډي سنډې یا مرګونې اتوار په نوم مشهوره ورځ ده. په هغې ورځ پولیسو په پرامنه احتجاج کوونکو مخامخ ډزې وکړې.

د ۱۹۶۳ کال د مارچ په میاشت کې په سرښار واشنګټن ډي سي کې د دوه نېم لاکهو تورپوستو او سپین پوستو په شمول، ستر تاریخي لاریون وشو، خو صرف څو هفتې پس، په بېرمېنګهم کې په یو چرچ کې چاودنه شوه او څلور جینکۍ په کې ووژل شوې.

ځینو تورپوستو امریکاییانو، د بلېک پنټرز تندروه ډلې په شمول، د انتقام اخیستو غوښتنه کوله. خو د عدم تشدد د لارې مبارزانو خپل پر امنه تحریک په استحکام وساته او په ۱۹۶۴ کې یې یوه لویه کامیابي تر لاسه کړه.

تورپوستي امریکاییان په شیکاګو کې د مارټین لوټرکېنګ په مرکز کې د ووټ اچولو پر مهال
تورپوستي امریکاییان په شیکاګو کې د مارټین لوټرکېنګ په مرکز کې د ووټ اچولو پر مهال

په هغه کال کې د امریکا صدر لېنډن جانسن د مدني حقونو قانون دستخط کړ، او په دې سره پبلېک یا عام ځایونو کې د تورپوستو او سپین پوستو د جدایۍ پالیسي منعه وګرځول شوه. مارټین لوټر کېنګ په همدې کال د نوبل د امن جایزه هم وګټله.

په بل کال یې، د ووټونو د حق قانون منظور شو چې په هغه سره انتخاباتو کې د تورپوستو امریکاییانو د نه شاملولو لارې چارې منعه وګرځول شوې.

مارټین لوټر کېنګ چې پخپله د عدم تشدد د لارې یو مخکښ و، د ګاندي په څېر ژوند یې په تشدد سره ختم کړی شو. هغه په کال ۱۹۶۸ کې، د ۳۹ کلونو په عمر د ټېنېسي ایالت په ممفېس ښار کې چې د صفاکارۍ د خوارېکښو اعتصاب ته د ملاتړ په خاطر ورغلی و، د هدفي وژنې ښکار وګرځېد، مګر نوم یې په تاریخ کې ځلانده پاته شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG