لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

آرنولډ شوارزېنیګر هم د امریکا په کانګرس اېوان کې تشدد وغندلو


آرنولډ شوارزېنیګر د هالیووډ اداکار، د باډي بلډېنګ نړېوال اتل، او د کلیفورنیا پخوانی ګورنر پاته شوی دی

د کلیفورنیا پخواني ګورنر، د باډي بلډېنګ پخواني نړېوال اتل، او د هالیووډ اداکار آرنولډ شوارزېنیګر یو له احساساتو ډک ویډیویي پیغام خپور کړی چې په هغه کې یې ویلي د امریکا په کانګرس کې وروستی تشدد، د صدر ډونالډ ټرمپ د "دروغو" ویلو د وجې نه رامنځ ته شوی دی.

دري اویا (۷۳) کلن آرنولډ په دې ویډیویي پیغام کې وایي، "صدر ټرمپ غوښتل چې د یو انتخاباتو نتیجې باطلې وګرځوی، د یو منصفانه انتخاباتو نتیجې. هغه غوښتل چې پخپلو دروغو سره خلک دوکه کړي او یوه کودتا وکړي."

آرنولډ دا ویډیویي پیغام چې شاوخوا اوه مېنټه دی، د اتوار/یکشنبې په ورځ په سوشل مېډیا خور کړ.

آرنولډ چې پیدایش یې په آسټریا کې شوی او وروسته بیا د امریکا شهري توب یې اخیستی دی، په دې پیغام کې د خپل د ماشوموالي ځیني ډېر خصوصي یادونه تازه کوي او وایي د امریکا اوسني حالاتو، هغه ته په یورپ کې د هټلریانو د حکومت نه پس حالات وریاد کړل.

د رېپبلېکن ګوند غړی آرنولډ په خپل پیغام کې وایي، "زما پلار او زمونږ ګاونډیان هم په دروغو دوکه شوي و، او زه پوهېږم چې د دغسې دروغو نتیجه څه ده."

ټرمپ، بغیر د کوم شواهدو، همدا ټینګار کړی چې د نوامبر انتخابات یې ګټلي دي، خو د انتخاباتو ګټونکی جو بایډن اعلان شوی او د کانګرس لخوا یې د ګټلو تصدیق هم شوی دی. د ټرمپ د پلویانو یوه قهرجنه ډله د شورو/چهارشنبې په ورځ کله چې کانګرس د جو بایډن د ګټلو تصدیق کاوه، د امنیتي خنډانو په ماتولو سره کانګرس ته ننوتل او هلته یې اړۍ ګړۍ یې جوړ کړ.

په دا مهال صدر ټرمپ یو ویډیویي پیغام کې خپلو پلویانو باندې غږ وکړ چې خپلو کورونو ته ولاړ شي، خو بیا یې هم تکرار کړه چې انتخابات یې ګټلي دي. وروسته یې بیا بله ویډیو خوره کړه او هلته یې وعده وکړه چې نوې انتظامیې ته به اقتدار په آرامۍ سره وسپاري. د وایټ هاوس نایب ویاند د زیارت/پنجشنبې په ورځ ټویټ وکړ چې وایټ هاوس او صدر ټرمپ د تشدد غندنه کړې ده.

د امریکا کانګرس ته چې په تشدد کوم احتجاج کوونکي ننوتلي و، په لسګونه تنان یې ګرفتاره شوي دي
د امریکا کانګرس ته چې په تشدد کوم احتجاج کوونکي ننوتلي و، په لسګونه تنان یې ګرفتاره شوي دي

آرنولډ شوارزېنیګر د اتوار/یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې ټرمپ خو کیدی شي چې د بایډن د سوګند اخیستلو د دستورې نه پس د "یو زوړ ټویټ په شان غیرضروري وګرځي"، خو د کانګرس هغه غړي چې آرنولډ ورباندې د بې ارادګۍ الزام ولګاوه، د هغه په وینا د خپلو اعمالو حساب به ورکوي.

آرنولډ زیاته کړه داسې قوانین به پاس شي چې په آینده کې بیا د تېرې هفتې غوندې پېښې مخې ته رانشي.

آرنولډ همدا راز د جرمني نازي ګوند، په امریکا کې د پراوډ بوایز (ویاړلي هلکان) ډلې سره پرتله کړه. پراوډ بوایز د سپین پوستو نسل پرستانو یوه ډله ده چې د ځینو په وینا، کرکه خوروي. دا ډله هم کانګرس کې د تېرې هفتې په تشدد کې شامله ګڼل شوې ده.

ارنولډ شوارزېنیګر چې د ټرمیناټور او ويجاړوونکي کونان فلمونو په خاطر یې نړېوال شهرت هم موندلی دی، په دې ویډیو کې یوه غټه توره پورته کوي کومه چې په ویجاړوونکي کونان فلم کې یې ښودلې وه.

هغه وایي، "دا د کونان توره ده، او د تورو په اړه خبره دا ده چې که تاسو هرڅومره یوه توره په اور کې کیږدئ، ویې چقوئ، په اوبو کې یې کیږدئ، او هرڅومره چې دا کار ورسره ډېر تکرار کړئ، نو توره لا پسې کلکیږي. زمونږ جمهوریت هم د همدې تورې غوندې دی، چې هرڅومره پېښو، جنګونو، او بغاوتونو سره مخ شي، لا مضبوطه کیږي."

آرنولډ شوارزېنیګر په آخره کې ډاډ څرګند کړی چې د روانو پېښو نه پس به د امریکا جمهوریت یو ځل بیا کلک او مضبوطه راښکاره شي.

XS
SM
MD
LG