په امریکا کې د کرونا وایرس دوو سترو ماهرینو د اتوار/یکشنبې په ورځ خلکو ته ډاډ ورکړ چې د کرونا وبا په ضد وېکسين به ډېر ژر د رسایئ وړ وګرځي، خو هغو خبرداری هم ورکړ چې که تر هغو پورې د کروناوایرس د خورېدو په وړاندې احتیاط ونشي، نو کېدای شي لوی ناورین رامنځته شي.
د وایټ هاوس د وایرس ټېسټولو د څانګې مشر اډمېرل برېټ ګېروېر سي اېن اېن ته په خبرو کې وویل، "مونږ به د کال تر پایه پورې دومره کافي اندازه وېکسېنونه ولرو چې شل میلینه امریکاییانو ته یې ورکړو."
خو هغه دا هم زیاته کړه چې څو پورې وېکسینونه په پراخه کچه خلکو ته ورکول کیږي، تر هغو پورې ضروري ده چې د امریکا خلک دې حفاظتي تدابیر په پام کې وساتي.
اډمېرل ګېروېر هغه دوه وېکسینونه چې تازه جوړ شوي، د ژوندانه بچ کوونکي یا ژغورندویه وبلل او زیاته یې کړه چې هغه وېکسینونه به د کرونا وبا ختمه کړي. یاد وېکسینونه تر اوسه د امریکې د حکومت لخوا پاس شوي ندي او اوس د امریکې د خوراکي او دوایي توکو د کنټرول اداره (اېف ډي اې) هغه ارزوي او پس له هغه چې تایید شول، بیا به خلکو ته ورکړی شي.
د وایټ هاوس د وایرس ټېسټولو څانګې مشر په خلکو ټینګار وکړ چې د اوس دپاره دې ماسکونه واغوندي او نور حفاظتي ګامونه دې په خیال کې وساتي.
بل اړخ ته د امریکا د وبايي امراضو د انسټیټوټ مشر ډاکټر انټوني فاوچي د اې بي سي ټي وي سره په مرکه کې وویل چې د کروناوبا د مقابلې دپاره "مرسته په لاره ده" او د وېکسینونو اوله جوپه به د ډېسمبر تر نیمايي پورې یو شمېر خلکو ته ورسول شي.
ډاکټر فاوچي دا هم وویل چې د صحت ماهرین د امریکا له خلکو سره چې د کرونا وایرس نه د بچ کېدو له لارو چارو نور ستومانه شوي دي، خواخوږي لري خو زیاته یې کړه چې ماسک اچول او د خلکو ترمنځ فاصلې ساتل، د وبا د خورېدو په مخنیوي کې ګټور دي.
په امریکا کې تر اوسه د کروناوایرس کېسونو شمېر له دیارلس (۱۳) میلینو اوړېدلی دی او په دې مرض باندې تر اوسه یوازې په امریکا کې له دوه لکه و شپږ شپیته زرو (۲۶۶۰۰۰) زیات کسان مړه شوي دي. همدا راز اوس مهال په امریکا کې د کرونا له وجې هسپتالونو کې د بستري شویو تنانو شمېر له نیوي زرو (۹۰۰۰۰) هم جګ دی.