لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا د نړۍ نورو ملکونو سره د کرونا مرض د وېکسینونو امداد اعلان  کړ


د صدر جو بایډن حکومت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی به د جون تر پایه د کویډ نائيټين یا کرونا مرض د مخنیوي دپاره خپل د اضافي وېکسینونو اتیا (80) میلینه اضافې ډوزونه/خوراکه به د نړۍ سره شریکه کړي. او په ځانګړې ډول به پنځه ویشت ملینه خوراکه وېکسین به هغه سیمو سره شریک کړي چې ورته ډیره اړتیا لري. په دې کې به پاکستان، افغانستان، او هند ته هم د وېکسینونو یو څه برخې ورسیږي.

دا اعلان، چې له ډېر وخته یې انتظار کېده، ښیې چې اکثریت نولس ملینه خوراکونه به د کوېکس پروګرام له لارې شریک شي. کووېکس د ملګرو ملتونو جوړ یو طریقه کار دی چې د کمزوري او متوسط هیوادونو او سیمو لپاره د وېکسین لاسرسی یقیني کوي.

همدا راز امریکا به شپږ ملینه سیمه ییز ضرورتمندو او ملګري هیوادونو ته ورکړي، په شمول د کاناډا، هيټي، کوسوو، میکسیکو، کوریا، اوکراین ، لویدیځه غاړه او غزه، سره د مصر، جورجیا، عراق، اردن، او یمن، او ملګرو ملتونو سره د صحت په شعبه کې کار کوونکو ته به هم ورکړی شي.

د نږدې نولس ملینه خوراکونو څخه چې د کووېکس پروګرام له لارې به ورکول کیږي، قابو شپږ ملینه یې د لویدیز یا ویسټرن هیمي سفيئر هیوادونو لپاره ټاکل شوي دي چې پکې ارجنټینا، بولیویه، برازیل، کولمبیا، ایکواډور، پراګووې او په جنوبي یا سویلي امریکا کې پیرو سره په مرکزي امریکا کې کوسټاریکا، ایل سلواډور، ګوتیماله، هېندوراس او پانامه شامل دي.

تقریبا اوو ملینه د ویکسینو خوراکونه به ایشیایي هیوادنو ته ورکول کیږي چې پکې پاکستان، افغانستان، هند، بنګله دیش، انډونیشیا، لاوس، ملایشیا، مالدیوز، نیپال، پیسفیک آي لینډز، پپوا نیو ګانیا،‌ فلپاین، سريلنکا، تایوان، تائیلینډ، او ویتنام شامل دي.

او پنځه ملینه د وېکسینو خوراکه به د افریقائي اتحاد سره په همکارۍ افریقا کې تقسیمول کیږي.

خبریالانو ته په تفصیل ورکولو کې د امریکا قامي سلامتیا سلاکار جیک سولیون وویل، چې د دوی اداره یا حکومت به نوره هم مرسته وکړي که دوی ته نور زیات وېکسینونه میلاو شول.

ښاغلي سلیوان وویل دا یو سم کار دی. هغه زیاته کړه، لکه څنګه چې د صدر جو بایډن ویلي، امریکا به وېکسین د خپل مطلب له پاره نه کاروي.

جیک سولیوان وویل چې امریکا به دا ویلو حق لري چې وېکسین دې د کووېکس د لارې په کوم ځای کې تقسیم شي. هغه زیاته کړه چې دا باوري کول دي چې د کرونا مرض وېکسینونه د خلکو مټو ته ورسي او ژوندونه وژغوري.

ملګرو ملتونو د امریکا لخوا د میلینونو وېکسینونو د امداد اعلان هرکلې کړی دی. د یادې ادارې ویاند سټیفني ډوجاریک وویل چې د مالداره او ترقي یافته هیوادونو لپاره دا ډیر ضروري دې چې څومره زیات کولې شي د کووېکس سره ویکسین شریک کړي.

XS
SM
MD
LG