لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکا سرجن جنرل: د کرونا وبا نده ختمه شوې


د امریکا سرجن جنرل – ډاکټر وېوېک مورتي – د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې هغه په دې ملک کې د کرونا وایرس مرض د نویو کېسونو سېوا کېدلو په اړه په تشویش دی. هغه د کرونا مرض د کېسونو په شمېر کې د زیاتېدو ذمه وار په عرضي توګه سوشل مېډیا کمپنۍ وبللې او ویې ویل چې ګني سوشل میډیا کمپنیو د خلکو له اړخه د وېکسین اخیستو د ضرورت په اړه د غلطو معلوماتو لېرې کولو کې کافي کوشش نه دی کړی.

سرجن جنرل د فاکس نیوز سنډې پروګرام ته په مرکه کې وویل: «زه د هغو شیانو په اړه چې ګورم یې، اندېښمن یم.» په امریکا کې اوس مهال هره ورځ شاوخوا نهه ویشت زره (۲۹۰۰۰) د کروناوایرس نوي کېسونه رپوټ کیږي، چې دا شرحه د ۲۰۲۰ کال د اپرېل میاشتې د کرونا مرضونو له شرحې سره قریب برابره ده. اوس وخت د کروناوایرس ډلتا قسم په ځانګړي توګه د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د امریکا سرجن جنرل ډاکټر وېوېک مورتي پخپلو خبرو کې وویل: «دا عالمي وبا ختمه نده. ښه خبر دا دی چې وېکسین شوي کسان لا هم د کروناوایرس په وړاندې ډېر محفوظه دي.»

خو ډاکټر مورتي یادونه وکړه چې په امریکا کې چې اوس هره ورځ کوم کسان د کرونا مرض د لاسه مړه کیږي، نو په هغو کې ٪۹۵ یې چې له دوه نیمو سوو (۲۵۰) زیات کیږي، هغه کسان دي چې د کرونا وېکسین یې نه دی لګولی.

د امریکا سرجن جنرل ډاکټر وېوېک مورتي
د امریکا سرجن جنرل ډاکټر وېوېک مورتي

د امریکا سرجن جنرل د صدر جو بایډن د وروستیو بیاناتو په تصدیق سره وویل چې د موجوده وېکسینونو د غیرمحفوظ والي او یا غیرضروري توب په اړه غلطو معلوماتو کې خلک ډوبیږي.

صدر بايډن تېره هفته وویل چې په سوشل مېډیا کې خواره شوي غلط معلومات «خلک وژني»، او بل دا چي «یوازې وبا چې اوس مونږ ته پاته ده، هغه د هغو کسانو منځ کې ده چې وېکسینونه یې ندي لګولي.»

فیسبوک چې میلینونه امریکاییان یې کاروي، وایي چې هغې کمپنۍ تر اوسه د وېکسینونو په اړه اتلس میلینه د غلطو معلوماتو پوسټونه لېرې کړي دي.

سرجن جنرل وویل: «د هغو کارونو با وجود چې دوی (سوشل میډیا کمپنیو) کړي دي، دا کارونه کافي ندي. نیت یې ښه دی، مګر زه ورنه غواړم چې لا ډېر څه وکړي.»

ډاکټر مورتي د اې بي سي ټي وي د "ډېس ویک" پروګرام سره هم یوه مرکه وکړه او هغه کې یې د سوشل میډیا له کاروونکو نه وغوښتل چې د کرونا وېکسینونو د ګټو او اثراتو په اړه د کوم څه لیکلو او پوسټ کولو نه مخکې دې «د خپلو معلوماتو د ذرائعو تصدیق وکړي».

د څېړنو تر مخه، په امریکا کې په هغو ریاستونو کې چې د تېرې نوامبر میاشتې په انتخاباتو کې یې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ ته ووټونه ورکړي و، د کرونا وېکسین لګولو رېټ/شرحه زیاته ټیټه ده. پخواني صدر ډانلډ ټرمپ څو ځله د کرونا وبا شدت کم ګڼلی و او زیات یې مهم نه و ګڼلی. اوس په هغو ریاستونو کې چې د ټرمپ پلویان په کې زیات دي، د کرونا مرض د نویو کېسونو شمېر هم زیات دی.

بایډن څو میاشتې مخکې دا هدف ټاکلی و چې د جولای تر څلورمې نېټې چې د امریکا د آزادۍ جشن و، په ټوله امریکا کې لږ ترلږه اویا فیصده (٪۷۰) لویانو وېکسینونه لګولي وي. خو امریکا په دې هدف کې پاته راغی او د حکومتي شمېرو تر مخه، دا فیصدي اوس په ٪۶۸.۱ ولاړه ده.

فیسبوک کمپنۍ د خالي/شنبې په ورځ د دې دعوې په خلاف بیان جاري کړ چې ګنې د خلکو د وېکسین نه اخیستو قصوروار سوشل مېډیا ده.

فیسبوک کمپنۍ په یو بیان کې وویل چې بایډن او ملګرو یې باید نورو کسانو ته د ملامتۍ ګوته ونه نیسي. فیسبوک همدا راز تفصیل ورکړ چې وېکسین اخیستو ته د خلکو د تشویقولو په لاره کې یې څه کارونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG