لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکایي چارواکي: د کرونا مخه چې ونیول شي، اقتصاد به په تیزۍ بحال کړی شي


د امریکا د مرکزي وفاقي بېنک مشر جیروم پاول

د امریکا د مرکزي وفاقي بېنک مشر خوشبیني ښودلې چې د امریکا اقتصاد به د دې کال په دویمه نیمایي کې د اقتصادي بدحالۍ نه بېرته به حال کېدل پیل کړي. د امریکا د مرکزي وفاقي بېنک مشر جیروم پاول د اتوار/یکشنبې په ورځ دا خبره په دې انګېرنې سره وکړه چې د کروناوایرس وبا دویمه چپه به راپیدا نشي.

خو جیروم پاول دا هم وویل چې د کروناوایرس د واکسین تر جوړېدو پورې به د امریکا اقتصاد په پوره توګه بحال نشي.

هغه د سي بي اېس ټي وي د ۶۰مېنېټ پروګرام سره په خبرو کې یادونه وکړه چې د امریکا اقتصاد د کروناوایرس وبا نه وړاندې بیخي سم و، خو د وبا په رارسېدو سره یو دم هرڅه بدل شول، کاروبارونه وتړل شول او په لسهاوو میلینه کسان بې روزګاره شول. ښاغلي پاول وویل، کله چې د وبا د خپرېدو مخه ونیول شي، نو د ملک اقتصاد به ښه ډېر بېرته ورغیږي.

پاول په عمومي توګه مثبت پیغام ورکړ، مګر دا ټینګار یې هم کاوه چې اقتصاد په ډېره کمه موده کې خراب شو، خو جوړېدل به یې لږ څه ډېر وخت نیسي.

د امریکا د مرکزي وفاقي بېنک مشر توضیحات ورکړل چې د امریکا د اقتصاد بدحالي اوس وخت د یو خارجي فکټور له امله مخې ته راغلې چې هغه عالمي وبا ده. هغه وویل، پخوا چې په امریکا کې اقتصادي بدحالۍ راغلي دي، د هغو وجوهات مالي بې ثباتۍ وې، خو دا ځل هسې نده بلکې کله چې د وبا خطر مخه ونیول شي، کاروبارونه بېرته پرانیستل کیږي او اقتصاد به زر بېرته قوت پیدا کړي.

یاده دې وي چې اوس مهال په امریکا کې له شپږدېرش (۳۶) میلینو (۱۴،۷ فیصدو) زیات خلک بې روزګاره شوي دي چې په تېرو لسهاوو کاله کې یې ساری ندی لیدل شوی. د امریکا د ګرېټ ډېپریشن (د اقتصاد ستره بدحالي) نه راوروسته، دا د امریکا د بې روزګارۍ تر ټولو لوړه فیصدي ده.

امریکا د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد ګڼل کیږي، خو د کروناوایرس عالمي وبا د نړۍ په کچه د بل هر ملک په نسبت، امریکا کې زیات کسان مریضان کړي او د کروناوایرس د مرض له وجې په امریکا کې د مرګونو شمېر هم تر بل هر هېواد لوړ دی.

د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، د اتوار/یکشنبې تر ماښامه په امریکا کې د کروناوایرس د تایید شویو کېسونو شمېر یو میلین و څلور لکو شپږ اتیا زرو (۱۴۸۶۰۰۰) هم واوړېد او د دې وایرس له امله د مړو شویو مریضانو شمېر هم قریب نیوي زرو (۹۰۰۰۰) ته ورسېد.

د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د کروناوایرس د علاج او واکسین پیدا کولو دپاره کوششونو زور اخیستی، مګر هغه زیاته کړې چې که واکسین پیدا شي او که پیدا نشي، په امریکا کې کاروبارونه به بېرته پرانیستل شي چې د اقتصاد د لا خرابۍ مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG