لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په فلورېډا کې وسله وال بريد: دوه کسان وژل شوي او ګڼ‌ شمېر نور ژوبل دي


د امريکې په فلورېډا رياست کې نامعلومه وسله والو په يو کنسرټ ناتاره ډزو کې دوه تنه وژلي او د شلو نه زيات يې ژوبل کړي دي. رپوټونه وايي، ‌ډزې درې وسله والو کړې وې چې د موقې نه په تېښته کې بريالي شوي دي.

دا پېښه د اتوار په شپه د ۱۲ او يوې بجې ترمينځه د فلورېډا رياست په ساحلي ‌ښار هيليا کې شوې ده، چې د ميامي ښار نه په شمال لور پروت دی.

د دغې سيمې د پوليسو مشر الفرډو رامرېز وايي درې کسان د يو سپين نېسان جيپ نه راکوز شول چې ورسره ټوپکې او تمانچې وې او په اېلمولا هال کې يې د کنسرټ په ګډون والو ناتاره ډزې پېل کړې، چې پکې دوه کسان په ځای ووژل شول او د ۲۰ نه زيات ژوبل شول. پوليس وايي بريد کوونکي‌ کسان د ډزو وروسته د هغه ځای نه په تېښته بريالي شوي دي.

پوليس افسر رمرېز په ټوېټ ليکلي، "په زړه سخت بريدګرو خلک په ناتاره ډزو وژلي خو لټون يې روان دی او ډېر زر به د انصاف سره مخ شي".

نوموړي ويلي هره هفته دغسې خونړي بريدونه کېږي او داسې وسله وال بريدونه بندېدل په کار دي کوم چې اتفاقي‌ نه دي بلکه د امريکايانو هدفي وژنې دي.

دا پېښه په داسې حال مخې ته راغلې چې څو ورځې وړاندې په کېلي فورنيا کې د رېل ګاډو د مرمت په يو مرکز کې هم يو امريکايي تن خپل نهه ملګري په ډزو وژلي وو او ګڼ شمېر يې ژوبل کړي وو.

رپوټونه وايي‌ هر کال په امريکا کې په زرګونو خلک د ټوپکو تمانچو د لاسه وژل کېږي او اکثر دغسې بريدونه په سکولونو، مارکيټونو او د کارپه ځايونو کې د بې ګناه امريکايانو د وژنې سوب جوړيږي، او دغسې پېښې ورځ په ورځ نورې زياتېږي.

په تېرو ورځو کې په انډياناپولس ښار کې د فېډېکس په دفتر، د کيلي فورنيا په يو بل دفتر، په کولوراډو کې په يو مارکېټ او په اېټلانټا کې د مالش په مرکزونو دغسې خونړي‌ بريدونه ترسره شوي.

صدر باېډن دغه بريدونه د امريکايانو د پاره يوه وبا ګڼي او ويلي دي چې دغسې بريدونو په نړۍ کې د امريکا د امن نوم برباد کړی، نوموړي د اپرېل په مياشت کې په ملک کې دغسې د وسلو تشدد مخنيوي د پاره د نوو ګامونو پورته کولو ژمنې کړې وي.

په امريکا کې په وسله وال تشدد کې ورځ په ورځ زياتې راځي او رپوټونه وايي‌ تېرکال په امريکا کې په دغسې وسله وال بريدونو او ځانمرګي‌ پېښو کې ۴۳۰۰۰ نه زيات کسان وژل شوي وو چې په افغانستان کې په ۲۰ کاله جګړه کې د دې په نيمه امريکايان وژل شوي.

په امريکا کې وخت په وخت کانګرېس په وسلو د بنديزونو په اړه د اصلاحاتو غوښتنې کوي خو دلته د وسلو پلوۍ ډله نېشنل رايفل اېسوسيشن ډېره مضبوطه ده چې کانګرېس يې په ضد قانون سازۍ کې پاتې راځي.

د وسلو د ساتلو پلوي سازمان اېن آر ای په کال ۱۸۷۱م کې پخوانو پوځيانو جوړ کړی چې نن سبا يې کليز بجټ ۳۵۰ ميلينه ډالرې دی او د امريکې په کانګرېس هر کال نزدې درې ميلينه ډالرې لګوي چې په قانون سازۍ کې د دوي پلوي وکړي.

په ورستيو کې د وسلو مخالفينو د دغې ډلې نه زيات بجټ راټول کړی چې په لومړي ځل يې په تېرو انتخاباتو کې په کانګرېس د اېن آر ای نه زياتې خرچې کړي‌ دي، خو لا تراوسه د کانګرېس نه د وسلو د مخنيوي قانون نه دی منظور شوی.

د وسلو پلوي سازمانه اېن آر ای دريځ دی چې د امريکې د آيين دويم ترميم هر امريکايي‌ ته د ځان د ساتلو د پاره د وسلې اخستلو بنيادي حق ورکوي. او وايي د ډېر وسلو سره به امريکا کې امن وي.

خو د وسلو مخالفين وايي وسلې د امريکې د امن د پاره خطرناکې دي او هر کال په زرګونو خلک د دې د لاسه ژوند بايلي، او بندېدل يې په کار دي.

XS
SM
MD
LG