لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پوليو په ضد نړيواله ورځ ـ آیا د پولیو د قطرو په قصه خبر یاست؟


اوس دستي په ټول جهان کې د پولیو مرض له مخې ورک شوی، بغیر له پاکستان او افغانستان نه
اوس دستي په ټول جهان کې د پولیو مرض له مخې ورک شوی، بغیر له پاکستان او افغانستان نه

د اکټوبر پر څلرویشتمه ورځ د پوليو د مخنيوي کامياب وېکسين جوړوونکی ډاکټر جونس سالک زېږېدلی وو، چا چې پخپلو وېکسينو د دنيا د اکثره سيمو نه د پوليو واېرس ختم کړ.

د پوليو ناروغي د پېړیو راهسې زړه ده، د آثار قديمه يا لرغونې آثار په کاڼو جوړ عکسونو کې ښکاري چې واړه ماشومان په ډانګورو يا امسا ګانو ګرځي.

په لوموړي ځل د دې ناروغۍ ډاکټري تشخيص يا پېژنګلو يو انګرېز ډاکټر ماېکل انډر ووډ په کال ١٧٨٩ کې کړې وه.

د دغې ناروغۍ په اړه نور کار ډاکټر جېکب هېن په کال ١٨۴٠ او کارل اوسکر مېډېن په ١٨٩٠ کې کړې وو ځکه به يې په هغه وخت کې پوليو ته هېن مېډين ناروغي ويله، چې وروسته ورته بيا د انفنټاېل پرلېسس يا د ماشومانو فلج وېل کېدو.

په لومړي ځل پوليو د يوې وبا په حیث په کال ١٨٩۴م کې د امريکا په ورمانټ رياست کې خوره شوې وه، چې ١٣٢ کسان پرې اخته شوې وو.

د پوليو وبا په ٢٠مه پېړۍ کې په امريکا او يورپ کې خوره شوې وه. رپوټونه وايې په کال ١٩١٦م کې د امريکا نيويارک ښار کې ٩٠٠٠ کسان په پوليو اخته شوي وو چې ٢٣۴٣ کسان يې هم په دغه يو کال کې وژلي وو.

په کال ٢٠١٦م کې په امريکا کې د پوليو د ناروغانو شمېره ٢٧٠٠٠ ته جګه شوې وه او په دغه کال يې په ټوله امريکا کې ٦٠٠٠ کسان وژلي وو.

د يادونې وړده چې پوليو د امريکا ٣٢م صدر فرېنکلن روزوېلټ هم په کال ١٩٢١م کې د ٣٩ کالو په عمر کې ځپلی وو. په هغه وخت کې به ځينو خلکو د پوليو ناروغان د جارجيا رياست په تړمو چينو يا وارم سپرنګ کې د علاج په خاطر لمبول، کله چې روزوېلټ د دغې تړمو چينو د علاج نه خبر شو نو پخپله هلته ورغلو او دغه ځای يې بی باد واخستلو، او بيا يې په کال ١٩٢٧م کې د نيويارک د يو وکيل باسېل او کانر سره په ګډه د فلج ځپلي ماشومانو د درملنې لپاره يوه خېراتي اداره جوړه کړه، چې په کال ١٩٣٣م کې د امريکا د صدر جوړېدو وروسته د روزوېلټ دغه اداره د مارچ آف ډايم په نوم په ټوله امريکا کې خوره شوه.

د پوليو ناروغۍ په کال ١٩٥٢م کې په امريکا کې ٥٨٠٠٠ کسان ځپلي وو او د درېيو زرو نه زيات يې وژلي و.

په کال ١٩٥٣م کې د امریکې د نيويارک ښار يو ډاکټر جونس سالک د پوليو د مخنيوي کامياب وېکسېن جوړ کړ چې د امريکا ترڅنګ په يورپ او د نړۍ په نورو برخو کې يې په لويه کچه غوښتنې وشوې.

د پوليو په ضد په امريکا کې په کال ١٩٥٥ کې په لويه کچه ماشومانو ته د واېکسينو څاڅکې ورکړل شول چې ورسره په کال ١٩٦٠ کې د پوليو د ناروغانو شمېره د ١٠٠ نه هم کمه شوه او بيا په کال ١٩٦٣م خو په امريکا کې يواځې ١٠ کسه د پوليو په ناروغۍ اخته شوې وو.

په امريکا کې دپوليو آخري ناروغ په کال ١٩٧٩م کې د آمېش قبيله کې موندل شوی وو، دغې قبيلې هم لکه د ځينو پښتنو خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد وېکسين نه وو ورکړي.

پوليو چې نن سبا د ټولې دنيا نه ختمه کړې شوې ده ، يواځې په پاکستان او افغانستان کې پاتې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د ایکنا کنوینشن کې سږ کال له ۳۰،۰۰۰ هم ډیرو کسانو ګډون درلود
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:09 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG