لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا د کروناوایرس د وېکسین تقسیم کول پیل کړل


فایزر وېکسینونه باید په ډېرو سړو ډبو کې وساتل شي، په دې خاطر په دې ډبو کې وچ یخی/کنګل اچول کیږي

په امریکا کې د کروناوایرس دپاره د فایزر/بایو اېن ټېک کمپنیو جوړ شوي وېکسین د منظورېدو نه پس، د اتوار/یکشنبې په ورځ د دغه وېکسین اوله جوپه ځانګړې ډبې چې په کې وېکسینونه ډېر ساړه ساتل کیږي، په مشیګن ایالت کې د فایزر کمپنۍ د کارخانو نه د امریکې ټولو ایالتونو ته منتقل کړی شول.

د امریکې د دوایانو او خوراکي موادو د کنټرول د ادارې (اېف ډي اې) مشر سټېفن هان د سي اېن اېن سره په مرکه کې وویل چې د کروناوایرس په وړاندې د ټیکه لګولو لړۍ به "ّپه ډېره چټکۍ سره، امید دی چې د ګل/دوشنبې په ورځ" پیل شي.

د فایزر کارخانې نه په اوله جوپه کې چې ټرېکونه ووتل، په هغو کې د کرونا وېکسین یو لک و څلور اتیا زره (۱۸۴۰۰۰) شیشې بار وې.

ټاکل شوې ده چې اول به د دې وېکسین نهه ویشت (۲۹) لکه ډوزونه (Doses) د صحت برخې کارکوونکو او همدا شان د ډېر عمر والا کسانو ته چې د زړو خلکو د حفاظت په ځایونو کې ساتل کیږي، ورکړل شي.

په امریکا کې اوس مهال د کروناوایرس د کېسونو شمېره ورځ تر بلې په زیاتېدو ده او په دې مرض تر اوسه دې ملک کې، د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو ترمخه، قریب درې لکه (۳۰۰۰۰۰) کسان مړه شوي دي. داسې ورځ هم راغلې چې کروناوایرس په امریکا کې په یوه شپه ورځ درې زره کسان مړه کړي دي.

د فایزر کمپنۍ لخوا د کروناوایرس جوړ شوی وېکسین په دوه قسطونو کې ورکول کیږي، اول ځل چې چا ته ستنه ولګول شوه، بیا یوویشت ورځې پس دویمه ستنه ورته لګیږي او د هغه نه اووه ورځې پس د انسان وجود کې حد اعظمي مقاومت پیدا کیږي.

امریکایي چارواکي وایي چې ممکن د ډېسمبر میاشتې تر پایه، شل میلینه امریکاییانو ته د کروناوایرس وېکسین اول قسط ستنې ولګول شي. دوی زیاتوي چې د مارچ میاشتې تر آخره به سل میلینه خلکو په امریکا کې د کروناوایرس وېکسین اخیستی وي.

د فایزر وېکسین، امریکایي کمپنۍ فایزر او جرمنۍ کمپنۍ بایو اېن ټېک په ګډه جوړ کړی. که څه هم د امریکا د انتظامیې په شمول، د نړۍ څو نورو ملکونو هم د فایزر وېکسین منظور کړی دی، مګر د امریکې د داویانو او خوراکي موادو د کنټرول مشر سټیفن هان وایي، دا چې د امریکا د خلکو څلورمې برخې نه واخله تر نیمایي پورې يې، د دې وېکسین په اړه فکرمندي لري او یا یې فیصله کړې چې دا وېکسین به نه اخلي. هان د دغسې خلکو دا فکرمندي او فیصلې "لوی مشکل" وباله.

د ټېسټونو او څېړنو ترمخه ویل شوي چې د فایزر وېکسین ٪۹۵ اثرناک او ګټور دی. د صحت ماهرین وایي په امریکا کې به د کروناوایرس د خورېدو مخه هله ونیول شي چې کم از کم د آباتۍ ٪۷۵ تر ٪۸۰ ته ټیکۍ ولګول شي، او دوی هیله من دي چې دا کار به د مئې او جون میاشتو پورې ترسره شي.

بل پلو د ماډرنا کمپنۍ لخوا جوړ شوی د کروناوایرس وېکسین هم تر ارزونې لاندې دی او تمه ده چې ډېر ژر د هغه وېکسین په اړه هم د منظورېدو څه فیصله وشي. که چېرته هغه وېکسین هم منظور شي، نو د ټیکې لګولو چارې به لا پسې ګړندۍ شي.

برطانیې، کېنېډا، سعودي عرب، بحرین، او مکسیکو هم د فایزر وېکسین منظور کړی دی. په برطانیې کې یې د ټیکې لګولو چارې پیل شوي او په نورو ملکونو کې به په آینده څو ورځو کې پیلې شي.

XS
SM
MD
LG