لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ولسمشر ټرمپ په انتخاباتو کې د نتنیاهو بریا د فلسطینیانو او اسرائیل ترمنځ د سولې ښه پیلامه وبلله


بنیامین نتنیاهو د پنځمې دورې لپاره د اسرائیل وزیراعظم وټاکل شو. د امریکا د ولسمشر، ډانلډ ټرمپ ادارې وویل چې د نتنیاهو بریا به په منځني ختیځ کې د سولې د پلان لپاره ښه وي، که څه هم دا واضح نه ده چې ایا د فلسطینیانو لخوا به دغه پلان ومنل شي او که څنګه؟

ټرمپ وویل: "هرچا ویله او ما هیڅکله ژمنه نه ده کړې. هرڅوک وايي چې په منځني ختیځ کې د اسراییل او فلسطین تر منځ سوله نه کیږي. خو زما په اند د نتنیاهو د بریا وروسته د سولې لپاره یو ښه فرصت برابر شوې دی."

د ټاکنو څخه دوې اونۍ وړاندې، ولسمشر ټرمپ، نتنیاهو ته بلنه ورکړه او د گولان پر غونډیو یې د اسراییل حاکمیت په رسمیت وپیژانده. ډیری څیړونکي وايي چې دغه کار د اسرائیل په انتخاباتو کې د نتنیاهو په گټنې او کامیابیدو کې، اغیزمن رول درلود.

څیړونکې زینا الشبکه وايي: "په تل ابیب کې د نتنیاهو د ګوند د ټاکنو کمپاین کې تر ټولو لوی بینرونه هم د ولسمشر ټرمپ او نتنیاهو د تود هرکلي او ناستې وو."

ځینې نور څیړونکي بیا وايي چې د تیرې دوشنبې/گل په ورځ د ولسمشر ټرمپ له لوري د ایران د اسلامي انقلابي ځواک "سپاه پاسداران" د ترهګر سازمان په توګه اعلانول او پیژندل، د نتنیاهو ټاکنو لپاره یوه بله ډالې وه.

د منځني ختیځ د انسټیټیوټ څیړونکې الیکس واټنکا وايي: "د اسراییل له وزیراعظم سره د مرستې لپاره ولسمشر ټرمپ د دغې ایراني ډلې په اړوند داسې څرګندونې وکړې چې د نتنیاهو په ګټه وې."

وړاندې هم ولسمشر ټرمپ د اسراییل او فلسطین تر منځ د ستونزو ختمولو په ملاتړ غږیدلی دی او سپینې ماڼۍ دا هم ویلي چې د منځني ختیځ د سولې لپاره به د اسراييل د ټاکنو وروسته جوړ شوی پلان اعلانوي.

خو څیړونکي وايي فلسطینیانو ته به دا پلان هم د گولان غونډیو او بیت المقدس د اسراییلو سر ښار په توګه په رسمیت پیژندلو او په فلسطینیانو د مرستو بندلو په څیر د منلو وړ نه وي.

XS
SM
MD
LG