د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ د اتوار/یکشنبې په ورځ نېشنل ګارډ ځواکونو ته چې د تېرې هفتې د پراخو مظاهرو د کنټرول دپاره سرښار واشنګټن ډي سي ته راغوښتل شوي و، بېرته د ستنېدو امر وکړ او ویې ویل چې د امریکا په سرښار کې اوس حالات په پوره توګه په قابو کې دي.
صدر ټرمپ په خپل ټویټر ولیکل: "دوی (نشنل گارډ) به بېرته خپلو کورنو ته ولاړ شي، خو که ضرورت پېښ شي نو فوري بېرته راستنېدلی شي. بېګا شپه د مظاهره چیانو شمېر، تر هغه چې اټکل یي کېده، ډېر زیات کم و."
که څه هم ډونالډ ټرمپ له سرښار څخه د نشنل ګارډ د وتلو امر وکړ، خو بیا هم د امریکا د پوځ پخوانیو مشرانو د ټرمپ د یوې خبرې پر خلاف خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړ. هغه خبره دا وه چې ګني ولسمشر ټرمپ ګواښ کړی و چې د مظاهره چیانو خلاف د واشنګټن ډي سي د ځایي پولیسو ملاتړ ته به تر لسو زرو پورې برحاله فوجیان راوغواړي. د امریکا وروستۍ مظاهرې چې د اتوار/یکشنبې په ورځ یې سمه ورځ وه، د یو سپین پوستکي پولیس په ولکه کې د یو تورپوستکی د مړه کېدو په احتجاج کې پیلې شوي دي.
هغه تورپوستکی چې جورج فلایډ نومېده، د میني سوټا ایالت په مینیاپلېس ښار کې د پولیسو د ګونډې لاندې مړ شوی و چې هغه پولیس بیا وروسته ونیول شو او اوس د دویمې درجې قتل مقدمه پرې روانه ده.
احتجاجي مظاهرې له څو ورځو راهیسي د امریکا په مختلفو ښارونو کې دوام لري. د اتوار/یکشنبې په ورځ هم سلګونه تنان په سرښار واشنګټن کې د وایټ هاوس مخې ته پرامنه مظاهره وکړه.
د ورځې په سر کې، د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ په ټویټر باندې ولیکل چې د شنبې یا خالي ورځې مظاهرې پرامنه وې، نو له همدې کبله هغه له سرښاره د نېشنل ګارډ د پنځه زره عسکرو د بېرته وتلو امر کوي.
د خالي/شنبې په ورځ څه د پاسه لس زره کسانو په واشنګټن ډي سي کې پرامنه مظاهره وکړه، او د یکشنبې یا اتوار په ورځ هم کومه نارامي یا بلوا ونه لیدل شوه. د واشنګټن ښارواله وایي چې د خالي په ورځ هېڅ کوم احتجاج کوونکي نه دی ګرفتاره شوی. خو هغې د صدر ټرمپ په انتظامیې تنقید وکړ چې ولې یې د نېشنل ګارډ عسکر او فډرال پولیس ښار ته دننه کړي و.
هغې وویل چې دا پر واشنګټن ښار باندې یو یرغل و.
قریب دوه هفتې وشوې چې د امریکا په مختلفو ښارونو کې مظاهرې روانې دي. په ځینو دغو مظاهرو کې تشدد هم مخې ته راغلی دی. دا مظاهرې په تېرو ورځو کې دومره پراخې وې چې د ۱۹۶۰ کلونو د ویټنام جنګ راهیسي یې ساری په امریکا کې نه و لیدل شوی.
په همدې لړ کې د امریکا نه بهر هم په یو شمېر ښارونو کې د تفریقي چلند پرضد مظاهرې وشوې. په لندن کې هم مظاهره وشوه او د شنبې یا خالي په ورځ په تشدد واووښتله، ځکه احتجاج کوونکي له پولیس سره په شخړه کې ښکېل شول.
د فرانس په مارسي ښار کې هم څه باندې دوه زره کسان د یوې پرامنه مظاهرې دپاره راغونډ شوي و، خو بیا هلته هم د احتجاج کوونکو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب رامنځ ته شو او پولیسو اوښکې بهوونکی ګېس او د مرچکیو سپرې استعمال کړل.