لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا وایرس آفت با وجود، ټرمپ د امریکا د کاروبارونو پرانېستل غواړي


امریکا کې د کرونا وایرس بیماري په تیزۍ سره په خورېدو ده او په همدې حال کې د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ غواړي چې په راتلونکو څو هفتو کې په امریکا کې کاروبارونه بېرته شروع شي. د طبي چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا کار به د کووېد-۱۹ یا کرونا وایرس د لا زیات خپرېدو د مخنیوي دپاره ښه نه وي.

صدر ټرمپ د نهې یا سې شنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل: "زه غواړم چې د ایسټر تر ورځې (چې د اپرېل ۱۲مه ده) په ملک کې کاروبارونه بېرته پرانېستل شي. مونږ ته په کار ده چې زر تر زره بېرته کارونه پیل کړو."

ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ چې کیدای شي د ملک اقتصاد ډېر سخت زیان وویني او د داخلي پیداوار کچه زیاته ټیټه شي.

د امریکا صدر په دې وروستیو ورځو کې له رسنیو سره به خبرو کې او همدا راز پر سوشل مېډیا باندې واضح ویلي چې د هغه په باور، که چېرته په میاشتو میاشتو د خلکو ترمنځ ټولنیزې فاصلې وساتل شي او په دې توګه د امریکا د زیاترو کاروبارونو عادي فعالیت اغېزمن شي، نو دا به د کرونا وایرس له اضرارونه بدتره وي.

صدر ټرمپ له فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل: "تاسو په دې توګه چې ټول کاروبارونه بند کړئ، یو ملک تباه کولی شئ. د بیماریو له وجهې به یو شمېر خلک له لاسه ورکړئ، خو که ملک مو یو لوی اقتصادي رکود یا بحران ته ورمخ ته کړ، نو تر هغه زیات کسان به له لاسه ورکړئ."

ټرمپ وایي چې که داسې وشوه، نو په زرګونه کسان به د بې روزګارۍ نه ځانونه ووژني، او نور مشکلات او بې ثباتي به هم مخې ته راشي.

د مارچ پر شپاړسمه، صدر ټرمپ د یو ۱۵ ورځېني پلان په اعلانولو کې، د امریکا د امراضو د کنټرول او مخنيوي له مرکز سره مرسته وکړه. د هغه پلان له مخې، د کرونا وایرس د لا خپرېدو د مخنیوي په خاطر، اکثره خلک دې ته وهڅول شول چې په خپلو کورونو کې دې پاته شي. دا پلان به د مارچ په آخره ورځ، پای ته ورسیږي، خو زیات خلک په دې تمه دي چې دا د کور پاته کېدو پلان به له هغه وروسته هم پسې وغځيږي.

د ټرمپ د اقتصادي چارو یو لوی سلاکار، لاري کودلو د نهې یا سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په امریکا کې "داسې سیمې شته چې هلته د کرونا وایرس کم خور شوی دی، هلته خطر کم دی. مونږ د صحي متخصصینو مشوره له نظره نه اچوو، خو د ملک د کاروبارونو د بیا پرانېستو دپاره هم نارې وهل کیږي."

د صحت متخصصین بیا لا هم ټینګار کوي چې د کرونا وایرس د خورېدو د مخنیوي په منظور په ټولنه کې د خلکو ترمنځ فاصلې ساتل لا هم مهم دي. جینېفر نوزو چې په جانز هاپکنز یونیورسېټي کې یوه اېپېدېمولوجسټه ده، وایي: "ښکاره خبره ده چې اوس مونږ په داسې یو حالت کې نه یو چې آرام وکړی شو، په ټولنه کې د خلکو ترمنځ فاصلې ساتل یوه ډېره حتمي مرحله ده." هغه زیاتوي چې د کرونا وایرس د آینده عواقبو په پام کې نیول او د خلکو ترمنځ د ټولنیزو فاصلو ساتل ډېر اهم دي.

بل اړخ ته د امریکا د کانګرس مشره، نېنسي پېلوسي چې ډېموکراته ده، وایي چې که ګڼ شمېر کسان بیماره شي، نو دا پخپله د امریکا اقتصاد ته زیان رسولی شي. هغې اېم اېس اېن بي سي ټي وي سره په مرکه کې وویل: "اوس دا وخت نه دی چې خپل نظریات بر بل چا وتپو."

د نیویارک گورنر، چې ریاست یې د امریکا تر بل هرځای زیات کرونا وایرس ځپلی دی، هم د صدر ټرمپ د نظر مخالف دی. اندرو کومو د نیویارک د ریاست ګورنر د نهې په ورځ وویل: "هېڅ امریکایی دا نه وایي چې د خلکو د ژوند په قیمت اقتصاد تېز کړه، مونږ دې ته مه اړباسه چې د صحت د یوې ښې سټراټیجۍ او د اقتصاد د یوې ښې سټراټیجۍ ترمنځ یې کومه خوښه کړو."

اوس مهال امریکا د کرونا وایرس د کېسونو د شمېر له مخې، په نړۍ کې درېیم نمبر هېواد ګڼل کیږي او شاوخوا پنځوس زره امریکاییان تر اوسه په کرونا وایرس اخته بلل شوي دي.

د دې تر څنګ، امریکا د نړۍ تر ټولو ستر اقتصادي طاقت هم ګڼل کیږي، او د کاروبارونو تړل کېدل یې په بلیونونو ډالره تاوان هم پېښولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG