لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا ته د برطانیې د وزیراعظم سفر: جانسن به د موسمي بدلون په مقابله کې د نړۍ د مشرانو فوري اقدام وغواړي


د برطانیې وزیراعظم بوریس جانسن او ورسره د کابینې اهم غړي يې په دې مقصد امریکې ته راروان شوي چې دلته به د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلې کې د نړۍ له مشرانو وغواړي چې د موسمي بدلون په مقابله کې فوري اقدام وکړي. جانسن په داسې حال کې د موسمي بدلون په اړه د فوري ګامونو غوښتنه کوي چې ټاکل شوې ده د اکټوبر په آخره کې په سکاتلېنډ کې د موسمي بدلون په اړه د سي او پي-۲۶ (COP26) غونډه جوړه شي.

ټاکل شوې ده چې د ګل/دوشنبې په ورځ د برطانیې د وزیراعظم بوریس جانسن او د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په مشرۍ د موسمي بدلون په اړه یوه غونډه هم نیویارک کې جوړه شي. جانسن او ګوټېرېش به په دې ضرورت خبرې وکړي چې په کار ده د موسمي بدلون د اثراتو د کمزوره کولو دپاره د ترقي ‌پذیر ملکونو سره مدد وشي.

ښاغلي جانسن په یو بیان کې ویلي چې، «دا هفته، چې د نړۍ مشران د کال ترټولو لویې سفارتکاري غونډې کې د ګډون دپاره نیویارک ته رارسیږي، زه به په هغوی زور واچوم چې د کوېلې، موسمي بدلون، ګاډو، او ونو په برخو کې داسې کلک ګامونه واخلي چې مونږ د سي او پي-۲۶ غونډه کامیابه کړی شو او د موسمي بدلون په اړه خپل اهداف نږدې وساتو.»

د سي او پي-۲۶ غونډه به د اکټوبر له ۳۱مې نیولې بیا د نوامبر تر ۱۲مې پورې په د برطانیې په کوربه توب، د سکاټلېنډ په ګلاسګو ښار کې جوړه شي. داسمه طمعه کیږي چې په دې کنفرانس کې به حکومتونو، صنعتونو، او سرمایه کارانو ته قناعت ورکړی شي چې د زهرجنو ګېسونو د کچې راټیټولو په برخه کې پابنده وعدې وکړي او د نړۍ د تودوخي د زیاتېدو کچه، د ۱.۵ سلسیس ډګري نه ښکته ساتلو کې پرمختګ وشي.

د برطانیې حکومت وایي چې د نړۍ د ۱۰۰ ملکونو مشرانو تصدیق کړې چې دوی به په دې کنفرانس کې برخه اخلي. خو د الوک شرما په نوم د برطانیې یو چارواکی چې د یاد کنفرانس د مشر په توګه کار کوي، د اتوار/یکشنبې په ورځ د دې خبرې پخلی ونشو کولی چې د چين صدر شي جن پنګ هم کنفرانس کې د برخې اخیستلو ژمنه کړې ده او که نه، او یا کوم هیئت به یقینأ ولیږي او که نه.

شرما بي بي سي سره خبرو کې ویلي چې د صدر شي جن پنګ شمولیت لا تر اوسه تصدیق شوی ندی، خو هیله دا ده چې د چین نه به هم یو هیئت دې کنفرانس کې شامل وي.

الوک شرما د سکای نیوز سره مرکه کې ویلي چې چین په نړۍ کې د زهرجنو ګېسونو (ګرینهاوس ګېس) تر ټولو زیات خوروونکی هېواد ګڼل کیږي او که د موسمي بدلون په اړه کومه لوظنامه جوړیږي، نو په کار ده چې چین یې مهمه برخه وي.

بوريس جانسن، الوک شرما، او د برطانیې نوې خارجه وزیره لېز ټروس به څلور ورځې په امریکې کې تېرې کړي. د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلې نه پس به وزیراعظم جانسن او خارجه وزیره ټروس، وایټ هاوس ته ولاړ شي او د امریکا له صدر او نورو چارواکو سره به د موسمي بدلون، کرونا وبا، او بین الاقوامي امن په اړه خبرې وکړي. د امریکې صدارتي څوکۍ ته د جو بایډن د رسېدو نه پس، دا وایټ هاوس ته د بوریس جانسن اول ځل تګ ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG