لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یواېس ای جي اېم مشر د نشریاتي ادارو د مشرانو لېرې کوولو دفاع کړې 


مایکل پېک دغه خبرې د جولای په اتمه نېټه لیکل شوي خپل خط کې کړې دې. د مایکل پېک خط اېسوسي اېټېډپرېس او سي اېن بي سي لیدلی دی
مایکل پېک دغه خبرې د جولای په اتمه نېټه لیکل شوي خپل خط کې کړې دې. د مایکل پېک خط اېسوسي اېټېډپرېس او سي اېن بي سي لیدلی دی

د امریکې سېنټ د حکومتي او حزب اختلاف ګوندونو غړو د تشویش وروسته د یو اېس اېجنسي فار ګلوبل میډیا مشر مایکل پېک د امریکايي نشریاتي ادارو د مشرانو د لېرې کوولو دفاع کړې او ویلي یې دي چې هغه ته په نشریاتي ادارو کې د انتظام مسلې سموولو په لړ کې د رړه ورو فېصلو او د بدلون اختیار ورکړی شوی دی.

مایکل پېک دغه خبرې د جولای په اتمه نېټه لیکل شوي خپل خط کې کړې دې. د مایکل پېک خط اېسوسي اېټېډپرېس او سي اېن بي سي لیدلی دی.

د دې نه وړاندې د سېڼت غړو په خپل خط کې لیکلي وو چې مایکل پېک د کانګرس د مشورې او کانګرس د خبرولو نه بغیر د رېډیو فري یورپ/رېډیو لېبرټي، رېډیو فري اېشیا، مېډل ایسټ براډکاسټنګ نېټ ورکس، او د اوپن ټېکنالوجي فنډ مشران د دندو څخه لېرې کړل.

سېنټرانو وویل د مایکل پېک دغه ګام د هغه په مشرۍ کې یواېس ای جي اېم د اینده په اړه سنجیده پوښتنې راپورته کړي دي.

مایکل پېک وویل، صدر، د امریکې ولس او سنېټ "ځما نه غوښتلي چې زړه ورې او بامعنې بدلونونه وکړم."

مایکل پېک وویل ژمن دی چې د یواېس ای جي اېم او ددې په سرپرستۍ کې چلېدونکو ادارو کې د اوږدې مودې راهسې موجودې انتظامي مسلې لېرې کړي.

مایکل پېک وویل هغه ژمنه کړي چې د یو اېس ای جي اېم خبریالانو د ازادۍ تحفظ به کوي. هغه وویل د کره او اعتباري خبرونو دلارې به حقیقت د دنیا هغو خلکو ته رسوي چې د دې محرومه پاتې دي.

د سنېټ د غړو تر څنګ د هاوس اف رېپرېزېڼېټیوز د ډېموکرېټک غړو د بهرنیو چارو دپاره د وسایلو د تقسیم کمېټۍ مشر ته خط کې ویلي دوی د قابل مشرانو په لېدو تشویش لري.

د مالي معاملاتو ترڅنګ د کانګرس غړو وویل که چېرې د یواېس ای جي اېم اېډیټوریل یا ادارتي ازادي د خطر سره مخامخ کړی شوه نو د حقایق په بنیاد په د ادارې خبرونه او پروګرامونه متاثر شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG