امریکې د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو هغه قرارداد ويټو یا مسترد کړو چې د سېکيورټي کاونسل نورو غړو او نورو ګڼو ملکونو یې حمایت کولو او په غزه کې یې د انساني خواښوږۍ په بنیاد په سمدستي ډول د ډزبندۍ غوښتنه کوله.
د 15 رکني سېکیورټي کاونسل 13 غړو د قرارداد په حمایت کې او امریکې د دې په مخالفت کې رای ورکړه. برطانیې د رای ورکولو نه ډډه وکړه.
پلویانو د قراردادردېدل د خفګان ورځ وبلله او خبرداری یې وکړو چې نوره خون رېزي به وشي.
د امریکې نایب سفیر رابرټ ووډ په سېکيورټي کاونسل تنقید وکړو چې په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې غندنه یې نه ده کړې او نه یې د اسرایل د خپلې دفاع حق منلی. په حمله کې 1200 کسان وژل شوي، چې زیاتره ملکي کسان دي. په حمله کې حماس تر 240 پورې نور کسان یرغمال ونیول.
امریکايي سفیر وویل د حماس په ضد پوځی عملیات ودرول به په غزه د حماس واکمنۍ ته دوام ورکړي او د بل جنګ دپاره به تخم وکرل شي. په قرارداد د ووټ نه مخکې ووډ وویل حماس نه خو د دوو ریاستونو قیام او نه هم مستقل امن مني.
په غزه کې د حماس خلاف د اسرایل په پوځي عملیاتو کې د غزه د صحت وزارت ترمخه، د 17400 نه زیات کسان وژل شوي. وزارت وايي په وژل شویو کسانو کې 70 فیصد ښځې او ماشومان دي. وزارت د فرق نه کوي چې وژل شوي کسان وسله وال دي او که ملکي خلک.
د امریکې صدر جوبایډن حکومت د اسرایل او حماس په جنګ کې اوربند ته راضي کولو دپاره د مصر، اردن، فلسطیني ادارې، قطر، د سعودي عرب او د ترکي خارجه وزیران د جمعې په ورځ په واشنګټن کې وو خو د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن سره یې ملاقات د سېکیورټي کاونسل د ووټ نه پس وشو.
د ملګرو ملتونو دپاره د روس نایب سفیر په سېکيورټي کاونسل کې ووټ د منځني ختیځ په تاریخ کې تر "توره ورځ" وبلله.
په ملګرو ملتونو کې په قرارداد د رایو نه وړاندې اسرایلي د جمعې په ورځ وویل د غزه دلاندې نوي څمڅه (سرنګ)، وسله او د ځمکې دلاندې د حماس تاسیسات موندل شوي چې ښښي حماس د ملکي ابادۍ دلاندې سهولتونو نه خپل پوځي عملیات ترسره کوي.
اسرایلي پوځ په دې اړه د ثبوت دپاره نه خو څه وډیو او نه هم تصویر وړاندې کړو. وېل کېږي چې نوې موندل شوې څمڅه یو کلومیټر اوږده او په غزه کې د الاظهر یونیورسټۍ نه تر د یو سکول پورې غځېدلې ده.
اسرایلي پوځ د وسلې تصویران شریک کړي او ویې وېل عسکرو یې دغه وسله، چاودېدوونکي مواد او د راکټونو پرزې په یونېورسټۍ کې موندلي دي.
اسرایل وویل پوځ یې د غزه په شمال کې د یو هسپتال د لاندې د بلې څمڅې داخلي لار او د حماس کنټرول روم یا د عملیاتو د چلولو مرکز هم موندلی چې په کې کېمرې، فونونه او وایرلسې ترلاسه شوې دي.
اسرایلي پوځ یو تصویر ښکاره کړې چې په کې یوې څمڅې ته کوزه شوي لار او یوه زینه لیدل کېږي چې لاندې تللې ده.
اسرایل وویل دا موندنې ښښي چې حماس په ملکي علاقو کې ځان مورچه کړی دی او اسرایل هم دا شواهد په غزه د حملو پراخولو جواز بللي. اسرایل په غزه کې د نورو ځایونو نه ملکي خلکو ته د وتلو امر کړی دی.
د ملګرو ملتونو جنرل سېکرېټري جنرل اېنټونیو ګوټېرېس د جمعې په ورځ وویل په غزه کې محفوظ ځای نه دی پاتې شوی.
ګوټېرېس د ملګرو ملتونو 15 رکني سېکیورټي کاونسل ته وویل د غزه ولس "د تیاره بې پایاوه غار کې ګوري." هغه وویل نړیواله ټولنه د غزه د ولس مشکل حل کولو دپاره هر ممکن ګام پورته کړي.
د ملګرو ملتونو د چارټر د 99 مادې دلاندې ګوټېرېس د شورو، چهاشنبې، په ورځ د کاونسل په غړو ملکونو ټینګار وکړو چې د اسرایل او حماس د جګړې په اړه دې څه ګام پورته کړي.
اسرایلي پوځ د جمعې په ورځ وویل په تېرو 24 ګنټو کې یې د ځمکې، سمندر او فضا نه په غزه کې 450 هدفونه وېشتلي دي.
Forum