لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د ویزې اخیستونکو نه به د هغوی د سوشل میډیا پوښتنې هم کیږي


د امریکا خارجه دفتر وایي هغه کسان چې د امریکا د ویزې لپاره درخواست ورکوي، هغوی به پس له دې پخپل ویزا درخواست کې د سوشل میډیا اکاونټ، ایمیلونو او د خپل ټیلفون د نمبرو تفصیلات هم شریک کوي.

د نوي قانون ترمخه که څوک د عارضې ویزې لپاره او یا د مهاجرت یعنې امریکا ته مستقل راتللو لپاره درخواست ورکوي، نو هغوی به د تیرو پنځو کالو په وخت کې د خپل ایمیلونه، د ټیليفون نمبری او د فیسبوک او ټویټر په شمول خپل د سوشل میډیا اکاونټونه ښکاره کوي.

د دغه نوي قانون وړاندیز د کال 2018م د مارچ په میاشت کې شوی وو. دا د صدر ټرمپ انتظامیه د پالیسې برخه ده چې غواړي امریکا ته راتلونکي مهاجرین او سیل ګري چاڼ کړي چې ترهګر او سخت دریځه خلک هیواد ته رانشي.

د امریکا خارجه دفتر چارواکي وایي د دغه نوي قانون نه به هر کال لږ تر لږه 15 میلنه خلک متاثره کیږي کوم چې امریکا ته د راتللو لپاره د ویزې درخواست ورکوي، البته د نورو هیوادنو چارواکي او سفارتکاران به د دې نه مستثنی وي.

ایسوشیټډ پریس خبري ایجنسي د امریکا د خارجه دفتر د یو چارواکي د خلې لیکلي:

٫٫ قامي سلامتیا زمونږ اولنۍ ترجیح ده او د سیلګرۍ او د مهاجرت د ویزې لپاره جمع شوي درخواستونه د سخت سیکورټي سکرینګ یا امنیتي څارنې نه تیریږي.٬٬

د دغه چارواکي په وینا ٫٫ ادارې یې هر وخت دا کوشش کوي چې دغه څارنه نوره هم سخته کړي چې د امریکايي وګړو ژوند خوندي کړي او د دغه ترڅنګ په قانوني توګه امریکا ته راتلونکو خلکو سره مرستې اوکړي.

د ویزا درخواست ورکوونکو نه به دا هم پوښتل کیږي چې ایا د هغوی په کورنۍ کې خو څوک په ترهګرې کې ککړ ندي پاتې؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG