د امریکې د دفاع وزارت پېنټګان په یو تازه رپورټ کې ویلي د چین په اېټمي وسلو کې د توقعو نه زیاته اضافه دوام لري او د امریکې د دفاعي چارو یو چارواکي خبرداری کړی چې د چین د اېټمي وسلې پرمختګ د مخکنیو اندازو نه زیات چټک دی.
د چین د پوځي قوت په اړه خپل کلیز رپورټ کې چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شایع شوی، د امریکې د دفاع وزارت وویل چې اندازه ده چې د می د میاشت پورې چین 500 اېټمي وسلې لرلې او تر د 2030 پورې به دا شمېره 1000 ته ورسېږي.
د تېر کال په رپورټ کې چې د نومبر په میاشت کې شایع شوی و، د چین د اېټمي وسلو په اړه یې اندازه لګولې وه چې بيجېنګ 400 اېټمي وسلې لري او د 2035 پورې به دا تعداد 1500 ته ورسېږي.
امریکايي چارواکي وايي د چین د اېټمي وسلو په اړه نوي اندارې د پخوانیو اندازو سره سمون خوري خو دا خبره د تشویش ده چې د چین په اېټمي وسلو کې اضافه ګړندۍ شوې.
یو امریکايي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط د پېنټګان د رپورټ معلومات خبریالانو ته د ورکولو په مهال وویل د ځمکې، فضا او سمندر نه د اېټمي وسلو د چلولو دپاره ځایونه په زیاتولو او د اېټمي ځواکونو د پراخولو په اډاڼه چین سرمایه کاري زیاته کړې ده.
امریکايي چارواکي وویل د چین په اېټمي وسلو کې زیاتوالی دا پوښتنه راپورته کوي چې د دې اوږد مهاله هدف څه دی؟ او دا خبره هم اهمیت لري چې اېټمي خطر د مخنیوي دپاره څه عملي ګامونه اخیستل کېږي.
د اېټمي وسلو د مخنیوي په اړه د معاهدې دلاندې امریکا 1550 فعالې اېټمي وسلې لري خو اېټمي وسله تون او د اېټمي وسلو دپاره بنیادي اډاڼه یې زړه ده. د امریکې ځینې اېټمي وسلې 50 کلنې دي. پېنټګان اراده لري چې په اینده لسو کلونو کې د اېټمي وسله تون په جدت 750 بېلین ډالر خرچ کړي.
د امریکې په مقابل کې د چین اېټمي وسلې نوي دي او په کې اضافه دوام لري. د پېنټګان د اندازې ترمخه، چین د ځمکې، سمندر او د فضا نه اېټمي وسلو د چلولو مرکزونه هم زیاتوي او په اینده کې د اېټمي ځواکونو د پراختیا دپاره بنیادي اډانه هم جوړوي.
Forum