لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وایټ هاوس د کرونا وایرس د خبرونو په سر په وي او ای ټکونه خو مطبوعاتي ادارې خپله دفاع کړې


صدر ډانلډ ټرمپ په وایټ هاوس کې د وي او ای خبریالې ګرېټا وان سسټیرن په یوه تیره مرکه کې ولاړ لیدل کیږي
صدر ډانلډ ټرمپ په وایټ هاوس کې د وي او ای خبریالې ګرېټا وان سسټیرن په یوه تیره مرکه کې ولاړ لیدل کیږي

وایټ هاوس د جمعې په ورځ د کرونا وایرس د خبرونو په سر په وایس اف امریکا سخت ټکونه وکړل خو ایسوسي اېټیډپرېس خبري اداره په خپل رپورټ کې وايي وي او ای د وایټ هاوس د دغه غیرمعمولي تنقید په ځواب کې خپله دفاع وکړه.

ای پي وايي وي او ای د امریکې د کانګرس نه په منظور شوي مالي مرسته چلېږي او د تېرو څو لسیزو راهسې د دنیا ګوټ ګوټ ته په ازاد ډول خبرونه نشر کوي.

ای پي وايي د وایټ هاوس یو چارواکي په وي او ای الزام ولګولو چې د ټېکس ادا کوونکو امریکایانو په پېسو د امرانه حکومتونو په حق کې خبرونه ورکوي ځکه چې ادارې په ووهان ښار کې د لاک ډاون يا په حرکت د لېرې کېدو خبر ورکړی و. کرونا وایرس تېرکال په ووهان کې شروع شوی و چې د چین د هوبی صوبې مرکزي ښار دی.

وایټ هاوس د خبرونو په یو ایمېل کې امریکايي ولس په مخاطب کولو وویل "وایس اف امریکا د ستاسو پېسو په لګولو د امرانه حکومتونو دپاره خبره کوي. "

وایټ هاوس وویل پکار ده چې وي او ای د خپل مشن سره سم خپل د ۲۰۰ مېلین بجټ دنیا ته د "امریکې قیصه" په بیانولو او په روښانه او موثره ډول د امریکې تګلاره په وړاندې کولو مصرف کړي.

په ووهان کې دا هفته د لاک ډاون يا د سفري بندیزونو د لېرې کېدو په اړه د وي او ای خبر ته په اشاره د ای پي ترمخه وایټ هاوس وویل وي او ای همیشه د امریکايي ولس پر ځای د امریکې د حریفانو دپاره غږ پورته کوي.

ای پي وايي وایټ هاوس دې خبرې ته هم اشاره وکړه چې وي او ای په ورستیو ورځو کې د ایران د خارجه وزیر هغه خبرې هم راپورته کړې وې چې هغه پکې په امریکا تنقید کړی و.

ای پي وايي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د سوشل میډیا دپاره د وایټ هاوس مشر ډېن سکېوینو په یو ټویټ کې وي او ای یو "ډېسګرېس" یا سپکاوی وبللو.

ای پي وايي وي او ای د وایټ هاوس او هم د سکېوینو حملو ته ځواب وېلی او خپله دفاع یې کړې ده. وي او ای وویل قانون پرې دا پابندي لګولې چې په هرې مسلې به د ټولو خواو دریځونه وړاندې کوي.

ای پي وايي د وی او ای مشرې امېنډا بېڼېټ وویل په وي او ای او د حکومت په اختیار کې د مطبوعاتي ادارو ترمنځ فرق دا دی چې "مونږ ازاد یوو چې د یوې مسلې ټول اړخونه وښایوو او په حقیقت کې څنګه چې د وي او ای په تګلاره (چارټر) کې وویل شوي قانون مونږ ته د داسې کوولو اجازت راکړی دی."

ای پي وايي امېنډا بېنېټ په یو ایمېل کې نه یوازې خپل دریځ څرګند کړو بلکې پکې د وي او ای د هغه خبرونو حواله هم ورکړه چې پکې د کرونا وایرس په اړه د چین په تګلاره تنقید هم شوی و.

امېنډا بېنېټ وویل د نورو امریکايي مطبوعاتو ترڅنګ په وي او ای هم پابندي لګول شوي چې د چین دننه کار نشي کولی خود دې بندیر پرته هم وي او ای د چین څخه رپوټونه او خبرونه خپروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG