لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولین: ددستاویزاتو خوریدل زیانمن کیدی شي


وکي لیکس نومې ویب پاڼې تیره میاشت د افغانستان د جنگ په حقله په انټرنیټ د زرگونو په شمیره کې انتهائې حساس استخباراتي دستاویزات خواره کړل. مولین وویل ویب پاڼې غیرمعمولې گام پورته کړی دی.

د امریکې پوځي مشر ایډمر مائک مولین ویلې په افغانستان کې د جنگ په حقله په انټرنیټ د حساسو معلوماتو خوریدلو په ترڅ کې ځاني نقصانات رامنځته کیدی شي.
د اتوار په ورځ د امریکې این بې سي ټیلې ویژن سره مرکه کې مائک مولین وویل دغه تلافات افغان وگړو او افغانستان کې نړي وال پوځي ایتلاف ته رسول کیدی شي.
هغه وویل طالبان به هڅه کوي هاغه افغانان تعقب کړې چې په انټرنیټ خواره کړی شوؤ دستاویزاتو کې يي د مخبرانو په توگه نومونه اخستل شوې دي.
وکي لیکس نومې ویب پاڼې تیره میاشت د افغانستان د جنگ په حقله په انټرنیټ د زرگونو په شمیره کې انتهائې حساس استخباراتي دستاویزات خواره کړل. مولین وویل ویب پاڼې غیرمعمولې گام پورته کړی دی.
د امریکې ددفاع وزیر رابرټ گیټس د اتوار په ورځ د امریکې ای بې سې ټیلې ویژن سره مرکه کې وکې لیکس په اخلاقي توگه مجرم ووگرځولو او وې وویل ویب پاڼې د دستاویزاتو خورولو د خطرناکو اثراتو په حقله څه پام نه دی کړی.
رابرټ گیټس وویل په محدوده شمیره کې به امریکائې عسکر د کال ٢٠١١ د جولائې په میاشت کې افغانستان نه بیرته ستینږي او نور پوځیان به د امنیت وضعه ښه کیدو سره سره د افغانستان نه ویتسل کیږي.
صدر باراک اوبامه افغانستان نه د امریکائې عسکرو د ستنولو د پاره د راتلونکې کال د جولائې د میاشت نیټه ټاکلې وه.
په دې ورستیو ورځو افغانستان کې په تشدد کې زیاتوالی راغلی دی او طالبانو د افغان او نړي والو ځواکونو خلاف حملو کې چټک والی راوستی دی.
د جولائې میاشت د امریکائې عسکرو تر ټولو خونړۍ میاشت وه چې پکښې ٦٦ امریکایان وژلی شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG