لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا او نورو هیوادونو کې په زرگونو مېرمنو د مساوي حقونو لپاره مظاهرې کړي


په نیویارک کې د مېرمنو د لاریون یو منظر
په نیویارک کې د مېرمنو د لاریون یو منظر

سږ کال د ښځو لاریونونه د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د واک ته د رسیدو د کلیزې په ورځ پیل شوه او د اتوار، یکشنبې، په ورځ په دویمه ورځ هم یې دوام لرلو. دغه لاریونونه د امریکا په ګډون د نړۍ په لوېو ښارونو کښې شوې دي.

د ښځو په دغو دوامدارو لاریونونو کې مهم ټکي په تنخا او د روغتیا په خدماتو کې د مساوي حقونو غوښتنه او د جنسي ځورونې غندنه وو او پر ښځو باندې غږ کول وو چې په عامه او سیاسي چارو کې د رهبرۍ مقامونو ته ځانونه تیار کړي.

په مارچونو کښې د مېرمنو په ګډون نارینه هم د هغوي د ملاتړ لپاره اشتراک لري. په دې احتجاجونو کښې د گلابي رنگ جامې او په خاصه توګه خولۍ هم تر سترگو کیږي چې د تیر کال د مارچ سمبول گرځیدلی و او د کمپاین پر مهال د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ښځو په اړه د دریځ پرضد یې شهرت موندلی و.او اکثریت گډون وال د خپلو کالیو او شعارونو له لارې د ولسمشر ټرمپ دریځونه غندي.

د نیویارک ښاروال، بل دي بلاسیو، وایي چې تیره ورځ د ښځو د حقونو په لاریون کې یوازي په مېنهېټن کې یو سلو شل زره کسانو گډون کړی وه. همدا شان د امریکا او نړۍ په گڼ شمیر لویو ښارونو کې د لاریون کوونکو شمیر سلگونه زرو ته رسیږي.

د واشنگټن دي سي، لاس انجلس، شیکاگو، لاس ویگاس او نورو ښارونو تر څنگ، په روم، کمپالا، فرانکفورت، اوسکا، بیجینگ، بیونس ایرس، او نایروبي کې هم سترې غونډې وشوې. او په په لندن کې هم د صدراعظمې ټرسا می د دفتر ومخې ته لاریون کونکو د کار په ساحو کښې او په ټولنیزو رسنیو باندې د ښځو د سپکاوې ضد شعارونه وهل.

مېرمنې باور لري چې د دغه لاریونونو سره دوي مثبت بدلون ویني.

تیر کال د متحده ایاالتو سنا یا سینټ کښې یو ډیموکراتیک غړی اضافه شو کله چې په الباما ایالت کښې د جمهوري پال ګوند نوماند دغه سیالیو کښې څوکۍ له لاسه ورکړه. او دغه بدلون یا بریا هم د ټاکنو پر مهال د ښځو، ځوانانو او تور پوستو په رایو منځ ته راغلو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG