لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دوا جوړونکي امریکايي کمپني وايي وېکسین يې د کرونا وایرس په ضد ۶۶ فېصد موثره دی


د کمپنۍ د ساینس د څانګې مشر پال سټافلز په یو خبر پاڼه کې وویل د ملګرو ملتونو د صحت اداره ډبلیو اېچ او د یوې ستنې دغه وېکسین د کرونا وایرس په دې صورتحال کې بهرینه لاره ګڼي ځکه چې د دې تقسیمول اسان وي

د امریکې د طبي الاتو او دواسازې کمپنۍ جانسن اېنډ جانسن ویلي په نړیواله کچه د ازموینو وروسته یې وېکسین د کرونا وایرس په ضد ۶۶ فیصد موثره موندل شوی دی.

دغه وېکسین د جانسن اېڼد جانسن د بېلجیم څانګې تیار کړی دی چې یو یوارې په اخیستل کېږي او د سختۍ ناروغۍ په ضد ۸۵ فیصد موثره دی او د کرونا وایرس د جنوبي افریقې قسم په ضد هم موثره موندل شوی دی.

د وېکسین ازموینې په امریکا، جنوبي افریقا او برازیل کې په ۴۴۰۰۰ کسانو شوي دي او کمپنۍ وايي یو تن هم چې وېکسین ورکړی شوی و نه دی مړ.

د کمپنۍ د ساینس د څانګې مشر پال سټافلز په یو خبر پاڼه کې وویل د ملګرو ملتونو د صحت اداره ډبلیو اېچ او د یوې ستنې دغه وېکسین د کرونا وایرس په دې صورتحال کې بهرینه لاره ګڼي ځکه چې د دې تقسیمول اسان وي.

جانسن اېنډ جانسن وویل امریکې د ۱۰۰ مېلین وېکسینو اخیستلو اراده څرګنده کړي ده. کمپنۍ وویل امریکا ممکنه ده چې ۲۰۰ مېلین نور وېکسین هم واخلي.

په امریکا کې د کرونا وایرس د نوي شکل د مخنیوي دپاره د جانسن اېڼد جانس د وېکسین په شمول د مختلفو کمپنو څلور وېکسینونه استعمال دپاره منظور کړی شوي دي.

د امریکې د جانزهاپکنز یونیورسټۍ د جمعې د ورځ معلوماتو ترمخه په نړیواله کچه ۱۰۱ مېلین کسان کرونا وایرس ناروغه کړي دي.

تر ټولو زیاتې ناروغۍ په امریکا کې دي چې شمېر یې ۲۵ مېلین دی. په هندوستان کې لس اشاریه اووه مېلین او په برازیل کې نهه مېلین کسان کرونا وایرس بیماران کړي دي.

جانز هاپکنز یونېورسټي وايي په نړیواله کچه تر اوسه پورې د کرونا وایرس نه د دوه مېلین نه زیات کسان مړه شوي دي.

په امریکا کې د صحت چارواکي وايي په ساوت کېرولاینا ریاست کې د کرونا وایرس ساوت افریقا نومې شکل دوه کېسونه موندل شوي دي چې په امریکا کې لومړۍ دا ډول کېسونه دي.

د کرونا وایرس ساوت افریقا نومې شکل انسان ته څه سخته ناروغي نه ورپېشوي خو د ناروغو د مخنیوي د امریکې د حکومت ادارې سېنټرز فار ډزیز کنټرول اېڼد پریوېنشن په یو بیان کې وویل ابتدايي معلومات څرګندوي چې د کرونا وایرس دغه قسم د نورو قسمونو په مقابل کې په زیاتې چټکتیا او اسانۍ خورېږي.

ماهرین وايي د وایرس مختلف شکلونه پېدا کېدل عامه خبره ده. تر اوسه د برطانيي او برازیل قسمونه هم موندل شوي دي.

XS
SM
MD
LG