لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وایرس په ضد د امریکې نوی وېکسین، جرمني وایرس د مخنیوي دپاره نوي بندیزونه پرځای کړل


د امریکې فوډ اېنډ درګ اېډمنسټېرشن، اېف ډي ای، یا د خوراک او د دوا وزارت، د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل چې د کرونا وایرس په ضد دویم وېکسین هم منظورۍ ته نژدې دی
د امریکې فوډ اېنډ درګ اېډمنسټېرشن، اېف ډي ای، یا د خوراک او د دوا وزارت، د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل چې د کرونا وایرس په ضد دویم وېکسین هم منظورۍ ته نژدې دی

په داسې حال کې چې په امریکا کې د کرونا وایرس په ضد بل وېکسین منظورۍ ته نژدې شوی، په جرمني کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د وایرس د مخنیوی دپاره نوي پابندۍ پرځای کړی شوی.

په داسې حال کې چې په ملک کې د کرونا وایرس د ناروغانو او خلکو د مرګونو تعداد یو وارې بیا په زیاتېدو دی، په جرمني بیا لاک ډاون یا ټولبند پرځای کړو چې ترمخه به یې د جنورۍ د ۲۰ نېټې پورې غېرضروري کاروبارونه بند وي او د پنځو نه د زیاتو کسانو په جمع کېدو به پابندي وي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د حکومت د صحت ادارې په جرمني کې کرونا وایرس نه د ۹۵۲ کسانو مړینه رپورت کړه چې د تېرې جمعې نه پس په یوه ورځ کې د کرونا وایرس د مرګونو تر ټولو زیات تعداد و.

د جرمني د صحت وزیر په یورپي ادارې غږ وکړو چې د فایزر او د جرمني بایوټېک کمپنیو په اشتراک جوړ شوي وېکسین د منظورۍ کار دې چټک کړي.

د فایزر او بایوټېک وېکسین دا مهال په امریکا او برطانیه کې حکومت د منظورۍ نه وروسته د صحت کارکوونکو ته ورکول کېږي.

د امریکې فوډ اېنډ درګ اېډمنسټېرشن، اېف ډي ای، یا د خوراک او د دوا وزارت، د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل چې د کرونا وایرس په ضد دویم وېکسین هم منظورۍ ته نژدې دی.

نوی وېکسین د امریکې صحت حکومتي ادارې نېشنل انسټېټیوټس اف هېلت او موډرنه نومې کمپنۍ په شریکه تیار کړی دی او په ابتدايي ازموینو کې موثر موندل شوی دی. امید څرګندیږي چې امریکايي چارواکي به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ نوی وېکسین منظور کړي.

د وایټ هاوس ترجمانې کېلی مېک اينېني د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل د اېف دي ای د منظورۍ نه پس به چ د نوي وېکسین شپږ مېلین نسخي د عام استعمال دپاره اینده هفته محیا کېدلی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG