لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا د افغانستان نه د څلور زره نورځواکونه ایستلو پلان لري


دغه ګام به په افغانستان کې موجود د امریکايي سرتیرو شمېر د اوسني 8,600 نه4,500 ته راکم کړي او دا به په افغانستان کې د جګړې د لومړیو ورځو راهیسې چې په 2001 کال کې پیل شوې وه ترټولو ټیټه شمېره وي.

د امریکا صدر ټرمپ انتظامیه د سږ مني نه وړاندې د افغانستان نه د څلور زره نورو ځواکونه د ایستلو پلان لري.

د امریکا سي این این خبري شبکې د رپوټ ترمخه دوو امریکايي چارواکو ورته ویلي چې د دغه هېواد چارواکي د افغانستان نه دڅلور زره نور امریکايي عسکر د وتلو په اړه وروستۍ پرېکړې ته نږدې شوي دي.

دغه ګام به په افغانستان کې موجود د امریکايي سرتیرو شمېر د اوسني 8,600 نه4,500 ته راکم کړي او دا به په افغانستان کې د جګړې د لومړیو ورځو راهیسې چې په 2001 کال کې پیل شوې وه ترټولو ټیټه شمېره وي.

بل خوا په کابل کې د افغانستان د جمهوري ریاست د دغه هیواد نه د څلور زره نورو امریکايي ځواکونو ایستلو په اړه رپوټونو ته په غبرګون کې هیله ښودلی چې د ځواکونو کمېدل به د افغان عسکرو د روزنې او سلامشورو پر بهیر هیڅ ډول اغېز ونه کړي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د خالي – شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې 8,600امریکايي عسکر موجود دي چې په وینا یې افغان عسکرو ته د سلا مشورو او روزنې په برخه کې مرسته ورکوي.

نوموړي وویل چې افغانستان او امریکا دوه اړخیزه اوږدمهاله اړیکې لري چې په وینا یې د سرتیرو په شمېر پورې نه دي تړلي.

د افغانستان نه د څلور زره نورو امریکایي عسکرو وتلو ګام به دغه هېواد نه د امریکا ټولو ځواکونو وتلو ته لاره هواره کړي چې صدر ډانالډ ټرمپ یې ژمنه کری.


پداسې حال کې چې پریکړه نهایی نه ده د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر تېره اونۍ د نیټو ایتلافیانو سره د دې پلان په اړه بحث کړی او دغه موضوع یې د جمعې په ورځ په برسلز کې د نیټو مشر ینس سټولټنبرګ او نورو چارواکو سره په غونډو کې وڅیړلو.

د نیټو سېکټري ینس سټولټنبرګ د جمعې په ورځ د مارک ایسپر سره په یوې خبري غونډه کې ویلي چې دغه بنسټ به په افغانستان کې د سولې ټینګېدو لپاره خپل شتون تنظیم کړي.

سټولټنبرګ وویل: "دغه کار به د زموږ ایتلافیانو او انډیوالنو سره په نږدې همغږۍ تر سره شي".

افغانستان نه نور امریکايي ځواکونو وتلو بحثونه په داسې حال کې روان دي چې افغان حکومت وایي چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي پېښو کې زیاتوالی راغلی دی. روان کال په 29مه فرورۍ قطر کې د طالبانو اؤ امریکې ترمنځ دسولې تړون شوی ؤ چې ترمخه به یې په راتلونکې څورلسو میاشتو کې امریکا او د نیټو غړي هېوادنه اففانستان نه خپل ټول ځواکونه وباسي.

په دغه تړون کې راغلي افغان دولت به د طالبانو پینځه زره بندیان خوشې کوي اؤ طالبان به هم ددې په مقابل کې دافغان دولت زر تنه بندیان له زندانونو خلاصوي.

افغان حکومت وایي چې تراوسه یی خواوشا 3,000 طالب بندیان خوشې کړي او طالبانو 460 بندیان ازاد کړي دي.

XS
SM
MD
LG