لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکا او چین ترمنځ تاوتریخوالی په هانګ کانګ د بیجنگ کنټرول د ټینګولو د اشارو پرسر زیات شوی


Hong Kong Protests

د چین لخوا په هانګ کانګ د کنټرول نور ټینګولو لپاره د یو نوي قانون د وړاندیز فیصلې د امریکا د قانون جوړونکو او چارواکو لخوا د غندنې لړۍ پیل کړې ، چې دا د دوو اقتصادي طاقتونو ترمنځ د خرابیدونکو اړیکو یوه بله نښه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د جمعې په ورځ په یوه بیاتیه کې ویلي چې هغه د چین د پارلېمان د هغه مجوزه قانون "غندنه" کوي چې د هغه په وینا " دا به د هانګ کانګ د لوړی کچې د خپلواکۍ لپاره د مرګ د اخری میخ په شان وي د کوم چې بیجنګ ژمنه کړې.

هغه وویل چې "هره پریکړه چې د هانګ کانګ خپلواکۍ او ازادیو باندې اثر اچوي ... به زموږ د یو هیواد او د دوو نظامونو او د علاقې حالت په ارزونه به تاثیر لري."

د امریکا په سینیټ کې د اکثریت لرونکي ریپبلیکن ګوند مشر مچ مېک کانل هم د بیجینګ دغه اقدام په کلکه غندلی او وايي چین نړیوال وبا د زور زیاتي واکمنۍ غځولو لپاره د جامې- کور په توګه کارولی ده.

مېک کانل وویل چې له بیجینګ لخوا نور زور زیاتي به یوازې د امریکا - چین اړیکو د بیاکتنې لپاره د سینیټ دلچیسپی لا نوره هم زیاته کړي.

حتی پدې اونۍ کې د بیجینګ د هانګ کانګ د اعلان نه وړاندی ، د ټرمپ انتظامیې د چین په اړه خپلې تګلارې بیا کتنه کوله ، او چین لپاره د واشنګټن د اوږد مهاله تګلاری د بدلولو په هدف رپورټ خپرول.

دغه رپورټ ښي چې څنګه د بیجینګ سره د امریکا د حکومت د څلور لسیزو پالیسۍ - تګلاره چې د ولسمشر رچرډ نکسن ادارې ته رسیږي ، د چین حکومت په هڅولو کې ناکامه شوې چې په نړیواله ټولنه کې یو ذمه وار برخه لرونکی جوړ شي.

د رپورٹ ترمخه د ټرمپ اداره د بیجینګ سره د علامتي اړیکولپاره ښکیل کیدو کې "هیڅ ارزښت" نه ګوري ، او په کمیونسټ رژیم به خپل فشار په ولسي ډول زیات کړي.

د امریکا کانګرس په ملک کې دننه په مسلو د ګوندونو په لیکو کې په کلکه سره تقسیم دی ، خو د چین په پالیسۍ کې د قانون جوړونکو ترمنځ پراخه موافقه شتون لري ترڅو د دغه هیواد تګلاری بیا کنته وکړي.

د مېریلینډ ایالت سره تعلق لرونکی د ډیموکراټیک ګوند کریس وان هولن ، او د پینسلوانیا ایالت نه د ریپبلېکن ګوند سینیټر پټ ټومي د زیارت - پنجشنبې په ورځ وویل چې دوی پلان لري چې د هانګ کانګ د خپلواکۍ سرغړونو پرسر د چین په چارواکو بندیزونه ولګوي ، او پر هغه بنکونو د دویم ځل لپاره بندیزونه هم وضع کړي چې دا هغه شرکتونو سره کاروبار کوي چې د هانګ کانګ د خپلواکۍ ضمانت تضمین قانون ماتوي.

XS
SM
MD
LG