لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا : ډیموکریټک ګوند به د کنونشن زیاته برخه آنلاین کوي


د ډیموکریټک نېشنل کنونشن کمیټۍ د ډیموکریټک ګوند ژمنه تکرار کړی چې یو داسې کنونشن به جوړوي چې د عامې روغتیا به ساتنه کوي، او د استازو او لیدونکو د کنوانشن تجربه به بدلوي.
د ډیموکریټک نېشنل کنونشن کمیټۍ د ډیموکریټک ګوند ژمنه تکرار کړی چې یو داسې کنونشن به جوړوي چې د عامې روغتیا به ساتنه کوي، او د استازو او لیدونکو د کنوانشن تجربه به بدلوي.

کرونا وایرس وبا د امریکا د ډیموکریټک ګوند په دې مجبور کړو چې یو تاریخي ګام اوچټ کړي او د اګست په میاشت کې کېدونکي د ګوند د کنونشن ډیره برخه آنلاین ( انټرنټ دلارې) وکړي.

د ډیموکریټک ګوند قامي کنونشن کمیټۍ (ډیموکریټک نېشنل کنونشن کمیټي) دا فېصله د شورو – چهارشنبې په ورځ اعلان کړې ، او ویلي چې ایالتي پلاوي ته به وویل شي چې په کورونو کې پاتې شي.د وسکنس ایالت ملواکي ښار چې د کنونشن کوربه دې به د څلور ورځو د ژوندیو غونډو مرکز وي ، خو ددې ترڅنګ نور ښارونه به هم په دې غونډو کې برخه لري.

د امریکا پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن د کمپاین مشر جین اوميلي ډیلن ویلي بایډن اوس هم اراده لري چې ” ملواکي کې په ویاړ د خپل ګوند نوماندۍ قبول کړي“.

د کنونشن ډیری د معمول کارونه چې د ټول هیواد نه را ټول شوي د ګوند چارواکو لخوا ترسره کیږي د انټرنټ د لارې به سرته ورسي.

ځکه چې غونډه کې به عادي لوی ګڼه ګوڼه نه وي نو ډیموکریټک پارټۍ ویلي چې دوی د ملواکي بکس باسکټ بال ټیم د سټېډیم نه د غونډی ځای ملواکي کنونشن ته بدلوي. پخوا به د امریکا د سیاسي ګوندونو د نوماندۍ د قبولو غونډی به غټو سټېډیمونو کې کیدی چې پکې د پارټۍ مشرانو به ویناوی کولی او استازو به رایې اچولی.

د ډیموکریټک نېشنل کنونشن کمیټۍ د ډیموکریټک ګوند ژمنه تکرار کړی چې یو داسې کنونشن به جوړوي چې د عامې روغتیا به ساتنه کوي، او د استازو او لیدونکو د کنوانشن تجربه به بدلوي.

د ډیموکریټک نېشنل کنونشن کمیټۍ مشر ټام پېریز ویلي چې پارټۍ یې ” د صحت ماهراینو ته غوږ کیږدي او خپل پلانونو تنظیموي “.

ټام پېریز وویل چې : ” د دې صدر برعکس ( ډانلډ ټرمپ ته اشاره) ، جوبایډن او ډیموکریټان د امریکې د خلکو د روغتیا او خوندیتوب ته ژمن دي “.

پیریز د وراندې نه د دغه کنونشن نیټه د جولائي د میاشتې نه د اګست میاشتې 17 - 20 پورې کولو ګام پورته کړی.

ري پبلېکن ګوند به خپل کنونشن په دوو برخو کې کوي. د کنونشن لومړی برخه به نارته کېرولانا ایالت په شارلټ ښار کې د اګست 21-24 کې چې رسمي کارونه به پکې ترسره کیږي. شارلټ د ټول کنونشن اصلي ساحه وه ، خو د کروناوایرس خوندیتوب اندیښنو له وجې د نارته کېرولانا ګورنر روی کوپر ري پبلېکن ګوند ته دا ډاډ ورکولو نه انکار وکړو چې دوی کولی شي په زرګونو ګډونوالو سره په ایالت کې لویه غونډه وکړي.

د دغه پرځای به صدر ډانالډ ټرمپ به د خپل ګوند نوماندۍ د فلوریډا په جېکسنویل ښار کې د اګست 25-27 کېدونکي دستورو کې قبوله کړي او د نوماندۍ د قبولو وینا به وکړي.

د ورکوټي کچې کنوشن د هېواد د دوو لوی ګوندونو د معمول خلاف دي،چې حتی یې په 1860 کال د کورنۍ جګرې (سیول وار) او دوهم نړیوال جنګ په وخت هم ګڼې ګوڼې ځایونو کې کنونشنونه کړي وو.

د امریکا رایې ورکوونکي به د نومبر په دریمه د ولسمشر لپاره خپلې رایې اچوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG