لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کلراډو خونړۍ پېښې وروستي جزییات: د تورن کس پېژندګلوي وشوه


د امریکا د کالراډو ایالت پولیسو په هغه ایالت کې د پرون ورځې د وسله وال برید په تړاو د نیول شوي تورن پېژندګلوي کړې ده او ویلي یې دي چې نیول شوی کس، د احمد العلیوي العیسی په نوم یوویشت (۲۱) کلن ځوان دی. د پولیسو وینا ده چې احمد العیسی د کلراډو د ارواډا ښار اوسېدونکی دی او خپل د ژوند زیاتره برخه یې امریکا کې تېره کړې ده.

د کلراډو ایالت په پېښه کې چې پرون د ګل/دوشنبې په ورځ د هغه ایالت د بولډر ښار د خوراکي توکو په یو سوپرمارکېټ کې وشوه، د یو پولیس افسر په ګډون لس تنه په ګولیو وویشتل شول او ووژل شول.

ځایي چارواکو د نهې/سې شنبې په ورځ د پولیس افسر اېرېک ټالي نه علاوه، د نهو تنو نورو وژل شویو کسانو نومونه هم اعلان کړل، چې عمرونه یې د شلو او پنځه شپېتو کلونو ترمنځ (۲۰-۶۵) و.

د بولډر ښار سرکاري وکیل مایکل ډاګرټي وویل چې په پېښه کې نیول شوی کس یو روغتون/هسپتال ته لېږدول شوی او وروسته به جېل ته ولېږدول شي. هغه زیاته کړه، پلټونکي تر اوسه نه پوهېږي چې تورن کس ولې په سوپرمارکېټ کې پر خلکو ډزې پیل کړي دي او غرض یې د دې کار نه څه و.

د تازه رپوټونو له مخې، په نیول شوي تورن باندې د اوله درجه قتل لس (۱۰) فرد جرم لګول شوي دي.

مخکیني معلومات:

د امریکا په کالراډو ایالت کې د ډزو په یوه پېښه کې لس تنان وژل شوي دي. دا ډزې د کالراډو ایالت په بولډر ښار کې شوي دي چې له امله یې یو پولیس افسر هم وژل شوی دی.

د بولډر ښار پولیس وایي چې د ګل په ورځ، د هغه ښار د خوراکه موادو په یو دوکان کې د ډزو له امله لس کسان ووژل شول. د بولډر ښار د پولیسو مشرې مارېس هېرالډ وویل، په وژل شویو تنانو کې یو یې پولیس افسر اېرېک ټالي و چې د ډزو د پېښې په اړه د رپوټ اورېدو وروسته یې اول ځان هغه ځای ته رسولی و.

مېرمن هېرالډ د دې پولیس افسر عمل، "بهادري" وگڼله. هغي زیاته کړه چې یو ملزم یې ګرفتاره کړی دی او د پېښې په باب تحقیقات به کم از کم پنځه ورځې دوام ولري.

سرکاري وکیل مایکل ډاګرټي د پېښې زیانمنو شویو کسانو او د کالراډو خلکو ته وعده ورکړه چې حکومت به عدالت عملي کوي او په دې قضیه کې به انصاف ته د رسېدو په لاره کې هېڅ ډول کوشش نه سپموي.

په امریکا کې چې کله هم د ډزو داسې پېښې مخې ته راشي، نو یو ځل بیا ورسره دا بحثونه تازه شي چې په دې ملک کې د وسلو درلودلو آزادي باید څومره محدوده کړی شي. ټاکل شوې ده چې نن د نهې/سې شنبې په ورځ د امریکا په سینیټ کې عدلیه کمیټه د دې بحثونو په تړاو یوه اورېدنه ولري چې نوم یې دی «د وسله وال تشدد د راکمولو دپاره آئیني او معقول ګامونه».

دا به سینیټ کې د دې رنګه اورېدنو یوه لړۍ وي چې مقصد یې د وسله وال تشدد د کمولو په لور د ممکنه ګامونو په سر بحث کول دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG