لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هریکېن هانا کمزوری شو، خو ډاګلاس سمندري توپان د امریکا هاوایي جزایر گواښي


د ټېکساس ایالت یوه ساحلي سیمه، د هریکېن هانا د رسېدو وروسته
د ټېکساس ایالت یوه ساحلي سیمه، د هریکېن هانا د رسېدو وروسته

د امریکا په جنوب کې د هریکېن هانا په نوم یو سمندري توپان چې خلک یې اندېښمن کړي و، اوس کمزوری شوی، مګر د امریکې په یوه بله برخه کې تازه توپان راپیدا شوی چې د هاوایي جزایرو ته یې خطره پېښه کړې ده.

د امریکا په جنوب کې د هانا په نوم هریکېن یا سمندري توپان، د اتوار/یکشنبې په ورځ د ټېکساس خلیج ته په رسېدو سره کمزوری شو. یوه ورځ مخکې دې سمندري توپان یا هريکېن د ټېکساس خلیج سواحلو ته له ځانه سره سخت بارانونه او زورور بادونه راوړل او د امریکا ټېکساس ریاست یې، چې له وړاندې لا د کروناوایرس له وجهې ځپل شوی دی، سخت ګواښ مخ ته کړ.

چارواکو له هسپتالونو نه د کروناوایرس یو شمیر بیماران نورو هسپتالونو ته انتقال کړل، ځکه آمادګي یې نیوله چې که چېرته هریکېن هانا یا د هانا سمندري توپان د سر درانه زیانونه واړوي، نو د زخمیانو دپاره هسپتالونو کې ځای وي.

د هانا سمندرِي توپان د مکسیکو شمال ختیځو سیمو او د امریکا ټېکساس ایالت ته په رسېدو کمزوری شو
د هانا سمندرِي توپان د مکسیکو شمال ختیځو سیمو او د امریکا ټېکساس ایالت ته په رسېدو کمزوری شو

هریکېن هانا د ټېکساس په ځینو جنوبي سیمو کې د بجلیو مزي وشلول، جهازونه یې ویجاړ کړل، او لارې کوڅې یې د اوبو ډکې کړې، مګر نه د امریکا په ټېکساس ایالت او نه په مېکسیکو هېواد کې یې چا ته سخته مرګ ژوبله واړوله.

هواپېژندونکي وایي چې د ګل – دوشنبې په ورځ به د هريکېن هانا هغه پاته زور هم ختم شي.

هاوایي او د ډاګلاس خطره

په پسېفیک بحر کې بیا یو نوی ټروپیکل او سمندري توپان راپیدا شوی چې له امله یې د هاوایي ریاست په زیاترو سیمو کې خلکو ته د خطر خبرداری ورکړل شوی دی. دا سمندري توپان چې ډاګلاس نومیږي، د هاوایي جزایرو ته د نږدې کېدو په حال کې دی.

هاوایي ته رسېدونکی هریکېن ډاګلاس (د سټلایټ نه اخېستل شوی تصویر)
هاوایي ته رسېدونکی هریکېن ډاګلاس (د سټلایټ نه اخېستل شوی تصویر)

هواپېژندونکي وایي چې ډاګلاس یو خطرناکه توپان دی او د باد رفتار یې په یو ساعت کې ۱۴۰ کلومټرو ته رسیږي. په ځینو سیمو کې د ۲۵ سنټي مټرو په اندازه د باران اورېدو پېشګویي شوې ده. ځایي خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې د ګل-دوشنبې په ورځ دې مرګوني څپو، سېلابونو، او د ځمکې ښوېدو پېښو ته خیال وساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG