لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټرمپ نن په پېنسلوینیا او باېډن په میشیګن کې انتخابي کمپاینونه کوي 


په امریکا کې د صدارتي انتخاباتو درې ورځې وړاندې دواړه صدارتي کاندیدانو د سختو انتخابي مقابلو ایالتونو ته سفرونه تند کړي او نن د خالي/ شنبې په ورځ به صدر ټرمپ پېنسلوینیا ایالت، او پخوانی ناېب صدر جو باېډن میشیګن ایالت ته د سفر پلان لري.

د باېډن سره به په دغه کمپاېن کې پخوانی امریکايي صدر بارک اوبامه هم وي. دا به د دواړو په ګډه لومړی کمپاېن وي. دغه دواړه به نن فلنټ او ډیټرواېټ ته سفرونه کوي چې د میشیګن د رایو تر لاسه کولو د دوه ورځني کمپاېن برخه ده.

په ډیټروایټ کې به سندرغاړی سټیو وونډر هم په دغه کمپاېن کې شاملیږي او هلته به سندرې وايي. دغه جلسه کې به خپل په خپلو ګاډو کې ناست د یو بل نه لرې ولاړ وي. سټیو وونډر د دې نه وړاندې هم د ډیموکرټ ګوند په دستورو کې موسیقي وړاندې کړې، لکه په کال ۲۰۰۸م او ۲۰۱۲م کې د صدر ابامه لپاره او په کال ۲۰۱۶م کې د میرمن هېلري کلنټن لپاره.

نن د خالي په ورځ به بیا صدر ټرمپ په پینسلوینیا کې د څلورو جلسو کولو پلان لري. د کال ۲۰۱۶م په صدارتي انتخاباتو کې صدر ټرمپ په پینسلوینیا کې انتخابات په لږو وټونو ګټلي وو او غواړي چې دا ځل بیا هم هغه کار وشي. په پېنسلوینیا کې شوو نظر پوښتنو تر مخه په دغه ایالت کې جو باېډن د ټرمپ نه مخکې دی.

د جمعې په ورځ صدر ټرمپ خبریالانو ته ویلي وو چې هغه لا تراوسه دا فیصله نه ده کړې چې د انتخاباتو شپه به هغه چرته وي. د نیویارک ټاېمز اخبار د یو رپورټ ترمخه صدر ټرمپ خپل هغه پلان منسوخ کړی چې ګنې هغه به د انتخاباتو په شپه د واشنګټن په ټرمپ انټرنېشنل هوټل کې په یوه دستوره کې وړاندې کیږي.‌

د یو خبریال لخوا د دې پوښتنې چې د انتخاباتو په شپه به هغه چرته وي، ټرمپ په ځواب کی ویلي ٫٫ مونږ لا تر اوسه کومه فیصله نه ده کړې.٬٬ ټرمپ وړاندې ویلي چې د کرونا وبا د لاسه د واشنګټن ځايي حکومت لخوا لګیدلي بندیزونو، او د ۵۰ نه زیاتو کسانو په راغونډیدو پابندي به هم په نظر کې ساتي کله هم چې د انتخاباتو د شپې فیصله کوي.

ټرمپ وړاندې وویل: ٫٫ تاسو خبر یې واشنګټن ډي سي یې بند کړی، د دې ښار ښاروال دغه ښار تړلی، زمونږ هلته هوټل دی؛ ځه نه یم خبر چې هغه به هم بند وي- او یا به دغه هوټل کارولی شو او کنه، خو د دې نه خبر یمه چې ښاروال واشنګټن ډي سي بند کړی. او که داسې وي مونږ به یقینان دلته پاتې کیږو او یا به چرته بل ځاې ګورو.٬٬

د جمعې په ورځ ټرمپ او باېډن دواړو د امریکا په منځنی لوېډېځ ایالتونو کې کمپاینونه ترسره کړي او صدر ټرمپ میشیګن، مینیسوټا او وسکانسن ته تللی وو، ولې پخوانی ناېب صدر جوباېډن په مینیسوټا او وسکانسن او ایووا کې دستورې کړې وې. د امریکا میشیګن ایالت ۱۶ الیکټورل ووټونه لري، مینیسوټا او وسکانسن ۱۰، ۱۰ او ایوا ایالت ۶ الیکټورل ووټونه لري.‌

په ایووا ایالت کې تیره ورځ خپلو پلویانو ته د وینا په وخت باېډن وویلي، چې دغه ایالت کې په دې اونۍ کې د کرونا وایرس ریکارډ شمیره ګې ناروغان رپورټ شوي او په هسپتالونو کې داخل شوي او دا دلیل یې وړاندې کړو چې د کرونا وایرس پرضد جګړه ټرمپ پرېښودې ده.

په میشیګن کې بیا په ښکاره میدان یوې جلسې ته د وینا په وخت ټرمپ خپلو پلویانو ته ویلي، چې د کرونا وبا د لاسه باېډن د امریکا لپاره یو تور ژمی خوښ کړی. ټرمپ ویلي ٫٫ زمونږ هیواد ته یو اوږد تور ژمی او یو داسې مشر پکار دی چې هم په دغې خبرې کوي.٬٬

امریکايي صدر په دغه جلسه کې ویلي، چې یو خوندي ویکسین به په څو اونیو کې امریکایانو ته ورسیږي او زیاته یې کړه ٫٫ چې دا ستاسو غلطي نه وه، دا د بل چا غلطي هم نه ده. دا د چین غلطي ده.٬٬

په امریکا کې قامي نظر پوښتنې ښايي چې باېډن د ټرمپ نه د ۷نه تر ۸ فیصده پواېنټونو سره وړاندې دی، که څه هم دغه شمیره بیا په مهمو انتخابي ایالتونو کې د نیمايي پورې ده. دا هغه ایالتونه دي چې د الېکټورل کالج د ووټونو فیصله به کوي.

په امریکا کې د رییل کلییر پالتېکس ویب پانې تر مخه ټرمپ او باېډن په فلوریډان، ایریزونا او نارت کېرولاېینا کې په برابر مقابله کې دي ولې ټرمپ بیا په میشیګن، پېنسلوینیا او وسکانسن کې د جوباېډن نه وروسته دی.

د نومبر دریمې نېټې وړاندې د رایو ورکولو یا ارلي‌ ووټنګ هم په لویه شمیره کې روانه ده. چې ښايي د صدارتي کاندیدانو په حق یا مخالفت کې خلک رایې ورکوي او دا هم غواړي چې د انتخاباتو په ورځ د کرونا وبا د لاسه زیاته ګڼه ګوڼه نه وي.

د تیرې ورځې(جمعې) پورې ۸۲ ملینه امریکایانو د وړاندې نه رایې ورکړي. دغه شمیره د کال ۲۰۱۶م د انتخاباتو د نیمایې نه زیاته ده. په دغه کال کې ۱۳۸.۸ میلینه امریکایانو رایې ورکړې وې.

XS
SM
MD
LG