لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا کې ۹۲ میلینه خلکو پیشګي ووټونه/ رایې ورکړي


د خالي ورځې پورې په امریکا کې د ۹۲ ملینو نه زیاتو امریکایانو (پیشګي رایې) یا د انتخاباتو د نېټې نه وړاندې رایې ورکړي او چارواکي دغه لویه شمیره ښايي.

په روانو صدارتي ټاکنو کې دغه شمیره د کال ۲۰۱۶م د انتخاباتو د نیمایې نه ښه زیاته ده. د امریکايي انتخاباتو د پروژې تر مخه په کال ۲۰۱۶م کې ۱۳۸.۸ میلینه امریکایانو رایې ورکړې وې.

په امریکا کې دغه پیشګي ووټونه ښايي زیات تره رایې ورکونکي د صدارتي کاندیدانو په حق یا مخالفت کې رایې ورکوي او یا هم غواړي د کرونا وبا د لاسه د انتخاباتو په ورځ د ګڼې ګوڼې نه ډډه وکړي.

د اتوار/ یکشنبې د ورځې کمپاېنونه:

د امریکا صدارتي ټاکنو دوه ورځې وړاندې به نن (اتوار/ یکشنبه) دواړه صدارتي کاندیدان، صدر ډانلډ ټرمپ او د ډیموکرېټ ګوند صدارتي کاندید جو باېډن په مهمو ایالتونو کې خپل انتخابي کمپاېنونه کوي.

صدر ټرمپ به نن په میشیګن، ایووا، نارت کېرولاینا، جارجیا او فلوریډا کې کمپاېنونه کوي. دغه ایالتونه د په صدارتي ټاکنو کې د سختې مقابلې ایالتونه ګڼل کیږي.

U.S. President Donald Trump at his rally in Newtown, Pennsylvania
U.S. President Donald Trump at his rally in Newtown, Pennsylvania

جو باېډن به نن ناوخته په فېلډلفیا کې ٫٫ رایو ته د درناوي٬٬ په نامه یوې دستوره کې ګډون کوي. دغه دستوره کې به خلک په خپلو ګاډو کې ناست وي.

تیره ورځ ټرمپ او باېډن په پېنسلوینیا او میشیګن ایالتونو کې ټوله ورځ تیره کړې وه. دغه دواړه ایالتونو د سختې مقابلې ایالتونه دي.

د خالي/ شنبې د ورځې کمپاینونه:

د ټرمپ لومړۍ جلسه په نیوټاون کې وه چرته چې هغه د امریکا په سپریم کورټ باندې نیوکې وکړې چې د ریپبلکن ګوند لخوا د غیر حاضر وټونو لپاره درې ورځې اضافي وخت غوښتنه رد کړې وه. صدر ټرمپ ویلي ٫٫ دا د امریکا سپریم کورټ لخوا تر ټولو وحشتناکه کار دی چې دې هیواد سره یې کړی.٬٬ نوموړي ویلي ٫٫ مونږ باېد پوهه شو چې چا ګټلې.٬٬

په موټرزویل کې خپلې اخیرۍ جلسې ته د وینا په وخت صدر ټرمپ د دې خبرې پخلی وکړو چې هغه یو صدارتي امر لاس لیک کړی چې د امریکا د توانایۍ / انرژۍ محکمې ته ویل شوي چې په امریکا کې د قدرتي ګېس د معلومولو لپاره د مزکې غوڅولو په اثراتو مطالعه وکړي. دغه کار په غربي پینسلوینیا کې د کارونو روزګارونو لویه ذریعه ده. ټرمپ په باېډن تور لګولی چې هغه د مزکې په غوڅولو بندیز لګوي که چرې هغه انتخابات وګټل، جو باېډن بیا دغه خبره ردوي.‌

په دغه جلسه کې صدر ټرمپ د امریکا ځانګړي ځواکونو مننه هم وکړه چې په ناېجیریا کې یې د خالي په ورځ ځانګړي عملیات کړي او د ځینو وسله والو لخوا تښتول شوی امریکايي یې راخلاص کړی.‌ پېنټاګان تر اوسه پورې د دغه تن په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو راېټرز خبري اېجنسۍ د یو بې نومه امریکایي چارواکي لخوا ویلي، چې ۲۷ کلن فلپ والټن روانه اونۍ تښتول شوی وو.

Biden Obama
Biden Obama

هم تیره ورځ بیا جو باېډن بیا په لومړي ځل د پخواني صدر بارک اوباما سره په شریکه په انتخابي کمپاېن کې برخه اخستې. دواړو د میشیګن په دوه ورځني کمپاېن کې په وړومبۍ ورځ په فلنټ او ډیټروایټ کې کمپاېنونه کړي. په دغه ایالت کې د دوو ورځو د کمپاېن حدف د رایو ورکونکو ملاتړ ترلاسه کول دي. د میشیګن په فلنټ ښار کې په انتخابي جلسه کې باېډن کرونا وبا ته د ټرمپ په ځواب پام وګرځوو او خلکو ته یې وویل: ٫٫ مونږ به دې وایرس ته ماتې ورکوو او دا به په کنټرول کې راولو. او د دغې لپاره لومړی ګام چې مونږ به یې اخلو هغه به ټرمپ ته ماتې ورکول وي.٬٬

د خالي/ شنبې په ورځ ناوخته د جو باېډن د کمپاېن ډلې په یو بیان کې د سټېنفرډ پوهنتون د تازه اندازو په اړه غبرګون هم څرګند کړی. د یاد پوهنتون اتکل کړی چې د جون او ستمبر په میاشت کې د صدر ټرمپ په جلسو کې اضافي ۳۰ زره کسان د کرونا نه ناروغه شوي او تر ۷۰۰ پورې مړه شوي. خو دغه اټکل د پلټنو پرځاې د شمیرو په ماډل شوی او د بل چا لخوا یې بیا کتنه هم نه ده شوې.‌ د باېډن د کمپاېن ویاند اېنډریو بېټس په یو بیان کې ویلي: ٫٫ ټرمپ د خپلو سختو پلویانو د ژوند هم اډو پرواه نه کوي.٬٬ پولیټېکو اخبار د یو رپورټ تر مخه واېټ هاوس د پوهنتون دغې څیړنه د نېمګرتیاوو ډکه بللې او د صدر ټرمپ پلویانو شرمولو یوه سیاسي هڅه یې بللې.

په امریکا کې قامي نظر پوښتنې ښايي چې باېډن د ټرمپ نه د ۷نه تر ۸ فیصده پواېنټونو سره وړاندې دی، که څه هم دغه شمیره بیا په مهمو انتخابي ایالتونو کې د نیمايي پورې ده. دا هغه ایالتونه دي چې د الېکټورل کالج د ووټونو فیصله به کوي. په امریکا کې د رییل کلییر پالتېکس ویب پانې تر مخه ټرمپ او باېډن په فلوریډان، ایریزونا او نارت کېرولاېینا کې په برابر مقابله کې دي ولې ټرمپ بیا په میشیګن، پېنسلوینیا او وسکانسن کې د جوباېډن نه وروسته دی.

XS
SM
MD
LG