لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ازبکستان کرزغستان سره خپله پوله تړلې ده


دمينځنۍ ايشياء هيواد ازبکستان وئيلي دي په کرغزستان کې يې دنسلي فسادونو څخه د ځان ژغورنې په خاطردتښتيدونکوپه مخ دکرغزستان سره خپله لگيدلې پوله تړلې ده.

دغه پريکړه په داسې مهال شوې ده چې ديو لکو څخه زيات ازبک کډوال ازبکستان ته داوړيدو لپاره دکرغزستان جنوبي سرحد ته نزدې ورټول شوي دي.
دازبکستان مرستيال وزيراعظم عبدالله ايري پوف وئيلي دي دنورو کسانو دځايې دنشتوالي له امله دازبکستان دپولې تړلو پريکړه شوې ده.
هغه وائي ازبک چارواکو تر دې مهاله د45ؤ زرو کډوالو نومونه دځان سره دى او دغو کسانو ته دبيړني امداد ترلاسه کيدو څخه وروستو به پوله يو ځل بيا پرانستل شي.
دگل په ورځ دکډوالو لپاره دملگرو ملتونو ادارې وئيلي دي چې هغوي ديوې بيړنۍ ډلې دپځايې کولو تيارۍ کوي چې دکرغزستان څخه راتلونکو کډوالو په پالنه کې دازبکستان مرسته کوي.
کرغزستان کې دخونړيو نسلي فسادونو څخه داغيزمنو شوؤ کسانو دمرستې لپاره دنړيوال سورصليب کميټې ديو کروړ ډالرو دلمړيو مرستو غوښتنه کړې او دنهې دورځې څخه دغه نړيواله اداره دکرغزستان په اوش ښار کې امدادي الوتنې ليږل شروع کوي.
دچارواکو وينا ده دکرغزستان په جنوبي ښارونو اوش او جلال اباد کې داړي گړي څخه ډکې پيښې دزيارت دورځې څخه شروع شوې وې او تر دې مهاله پکې 170 کسان وژل شوي او د1700ؤ څخه زيات
ژوبل شوي دي.
خو دعيني شاهدانو، عالمي امدادي ادارو او اقليتي ازبک ورورولۍ وينا ده دوژل شوؤ کسانو شميره په سرکاري توگه دجاري کړل شوې شميرې څخه ډيره سيوا ده.
په کرغزستان کې تعليم ترلاسه کوونکو پاکستاني طالب علمانو خپل هيواد ته له رسيدو څخه وروستو خبريالانو ته وئيلي دي دهغوي په سيمو کې سړکونه دمړو څخه ډک پراتۀ وؤ، دکرغز وسله والو ډلو غړي دازبک کورنيو کورونو ته ننوځي او ښځې او ماشومان په بې رحمۍ سره وژني اود هغوي کورونو ته اورونه اچوي.
دکرغزستان جنوبي سيمې ددغه هيواد دپخواني صدر کُرمان بيک باقيف مضبوط مرکز دى او هغه داپريل په مياشت کې ديو خونړي ياغيتوب له لارې مخالفو سياسي ډلو دخپلې څوکۍ څخه لرې کړى ؤ، لرې کړل شوي صدر اوس مهال بلا روس کې پناه اخستې او هغه په کرغزستان کې دروانو دغو اړي گړي څخه ډکو پيښو کې دلاس لرنې څخه دانکار کولو په ترڅ کې تور لگولى چې دملک موقتي حکومت خلکو ته په تحفظ ورکولو کې ناکامه شوى دى.
تر دې مهاله دا نۀ ده معلومه شوې چې کرغزستان کې دغه نسلي فسادونه ولې شروع شوي خو دموقتي حکومت چارواکو دگل په ورځ ديو مشهور تن دنيولو اعلان کړى ؤ چې پرې ددغو پيښو دشروع کولو تور لگول شوى دى.

XS
SM
MD
LG