لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ازبکستان او طالبانو په ازبکستان د داعش د حملې دعوه رد کړه


تېر کال د اګست په میاشت کې افغانستان نه د امریکايي پوځ د انخلا وروسته د افغانستان دننه او خوا او شا د داعش په حملو کې اضافه لیدل شوې ده
تېر کال د اګست په میاشت کې افغانستان نه د امریکايي پوځ د انخلا وروسته د افغانستان دننه او خوا او شا د داعش په حملو کې اضافه لیدل شوې ده

د ازبکستان چارواکو د داعش خراسان ډلې دا دعوه ناسمه بللې ده چې وسله والې ډلې افغانستان نه د ازبکستان په سرحدي سیمه کې یو پوځي مرکز په راکټونو وېشتلی دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د ازبکستان د دفاع وزارت د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپله وېب پاڼه په یو بیان کې وویل چې د هېواد سرحد د امنیتي ځواکونو په قابو کې دی او هلته حالات "باثباته" دي.

د ازبکستان د تردید نه یوه ورځ وړاندې داعش خراسان د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د ازبکستان په سرحدي ښار ترمذ کې یو پوځي مرکز یې په لسو راکټو وېشتلی دی. دا خبره سایټ نومې ادارې کړې چې په انټرنېټ د وسله والو ډلو د تبلیغاتو څارنه کوي.

د ازبکستان د دفاع وزارت په خپلو شهریانو غږ وکړو چې د "دروغو" په داسې ډول رپورټونو دې یقین نه کوي او معلومات دپاره دې په حکومتي سرچینو انحصار کوي.

طالبانو هم د نهې، سه شنبې، په ورځ د داعش خراسان دعوه رد کړه او وې وېل د افغانستان او ازبکستان په شریکه پوله حالات عادي دي او په دې لړ کې د " پرېشانه کېدو" څه نشته.

د طالبانو خارجه دفتر په یو بیان کې وویل چې طالبان د یو ذمه وار حکومت په څېر "ټولو ګاونډيو ملکونو ته ډاډ ورکوي چې سرحدونه زمونږ سرحدي قواو په کنټرول کې دي، هېڅ چاته امنیت د خرابولو اجازت نه ورکوي."

د داعش خراسان مبینه راکټې د افغانستان د بلخ ولایت د حیراتان سرحدي سیمې نه ګوزار کړی شوي دي.

داعش خراسان د راکټو ویشتلو تصویران او وډیو هم خپاره کړي دي.

تېر کال د اګست په میاشت کې افغانستان نه د امریکايي پوځ د انخلا وروسته د افغانستان دننه او خوا او شا د داعش په حملو کې اضافه لیدل شوې ده.

داعش په پآکستان کې هم د یو شمېر حملو مسولیت منلی دی چې پکې تیره میاشت په پیښور کې د شعیه مسلمانانو په جماعت حمله هم شامله ده. په دغه برید کې د 60 نه زیات کسان وژل شوي دي.

په عین حال کې واشنګټن تحریک طالبان پاکستان نړیواله ترهګر ډله ګرځولې ده. دغه ډلې هم د افغانستان نه د خارجي عسکرو د وتلو وروسته پاکستان کې په خپلو حملو کې زیاتوالی راوستی دی.

د پاکستان چارواکي وايي د یادې وسله والې ډلې مشران پاکستان کې د پوځې عملیاتو په وخت افغانستان کې پټ شوي دي او د پولې د بلې خوا نه پاکستان کې بریدونه کوي. پاکستاني چارواکي وايي د سږ کال د شورو نه تر اوسه سل پاکستاني پوځیان او امنیتي عسکر د تحریک طالبان لخوه ځمکني بمونو او حملو کې د افغان پولې ته څېرمه سیمو کې وژل شوي دي.

د پاکستان خارجه وزارت د اتوار، یکشنبې، په ورځ په افغان طالب چارواکو غږ کړی چې د تحریک طالبان وسله واله ډلې پرضد ګامونه پورته کړي چې په سرحدي سیمو کې د پولې بلې غاړې نه پآکستاني عسکرو باندې حملې کوي.

د پاکستان خارجه وزارت په خپل بیان کې وویل پآکستان بیا په تیرو میاشتو کې د افغانستان حکومت نه خواست کړی چې د دواړه هیوادونو ترمینځ ډیورنډ کرښه محفوظه کړي.

بیا نیه زیاتوي چې د افغانستان د خاورې نه یاده ډله په ازاده توګه پاکستان کې حملې ترسره کوي.

د پاکستان لخوا دا بیانیه په داسې حال جاري کړل شوې چې ددې یوه ورځ وړاندې افغان طالبان وايي د پاکستان جنګي جهازونو د افغانستان په خاوره خونړۍ حمله کړې ده. طالبانو په کابل کې د پاکستان سفیر هم احتجاج ته رابللی و، دغه برید کې تر 47 پورې کسان په خوست او کنړ ویلایتونو کې وژل شوي.

تر اوسه کوم ازادو سرچینو د پاکستان لخوا د برید کوم تائید نه دی کړی خو ویډیوګانې یې خورې شوي دي.

دا منل شوې خبره ده چې تحریک طالبان پاکستان افغان طالب کمانډرانو ته د پاکستان په خاوره وسله وال ورکړي وو کوم چې په کابل کې د غربي نړۍ په ملاتړ حکومت او خارجي پوځیانو پرضد حملو کې کارول کیده .


ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG