لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د نایب صدر مایک پینس د مطبوعاتي سیکټري کیټي ملر د کرونا معاینه مثبت ختلی


 کیټي ملر د صدر ټرمپ یو سترمشاور سټیفن میلر میرمن ده. تر اوسه معلومه نه ده چې ایا سټیفن میلر معاینه هم مثبت ختلی او که نه.
 کیټي ملر د صدر ټرمپ یو سترمشاور سټیفن میلر میرمن ده. تر اوسه معلومه نه ده چې ایا سټیفن میلر معاینه هم مثبت ختلی او که نه.

د امریکا د نایب صدر مایک پینس مطبوعاتي سیکټري کیټي ملر د کرونا وایرس لپاره شوي معاینه مثبت ختلی ده.

صدر ډانلډ ټرمپ په ښکاره ډول د کیټي ملر نوم اخیستی دی ، خو ویلي چې هغه په سپینه ماڼۍ کې د کرونا وایرس په اړه "اندیښنه نلري".

کیټي ملر د صدر ټرمپ یو ستر مشاور سټیفن میلر میرمن ده. تر اوسه معلومه نه ده چې ایا سټیفن میلر معاینه هم مثبت ختلی او که نه.

د کیټي ملر یوه ورځ د مخه د وایرس لپاره شوي معاینه منفي ختلې وه.

صدرټرمپ وویل :" له دې امله د ازموینو بشپړ تصور ډیر زیات ښه نه دی."

کیټي ملر په روانه اونۍ کې په سپینه ماڼۍ کې دویم تن دی چې د وایرس لپاره یې مثبت معاینه شوې ده ، وروسته له هغه چې چارواکو د زیارت - پنجشنبې په ورځ دا خبره تائید کړه چې د امریکا د سمندري ځواکونو یو غړی چې د ټرمپ د شخصي خدمتونو په څانګه کې کار کوي د هغه معاینه مثبت ګرځیدلې.

په سپینې ماڼۍ کې د کارکوونکو مشر مارک میډوز د جمعې په ورځ وویل چې سپینه ماڼۍ " کیدی شي ترټولو خوندي ځای وي چې تاسو ورشئ" خو زیاته یې کړه چې هغه د نور احتیاطونو کتنه کوي چې سپینه ماڼۍ یی د صدرټرمپ او پنس خوندي ساتلو لپاره کولی شي.

نوموړي وویل چې موږ نور احتیاطي ګامونه پورته کوو ، نه یوازې د ولسمشر او مرستیال ولسمشر لپاره ، بلکه د سپینې ماڼۍ د ټولو کارمندانو لپاره.

د جان هاپکنز کرونا ریسورس سنټر ترمخه په امریکا کې د کرونا وایرس ناروغانو شمیره 12 لکه او 83 زره ته رسېدلی دی. په امریکا کې د کرونا وایرسه نه شوي مړو شمیره تر دې دمه 77 زره 180 ته رسېدلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG