لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کویټې او سوات کربلا او پاکستاني میډیا


سوات کې په تبلیغي مرکز کې وژل شوي یو تن جنازه
سوات کې په تبلیغي مرکز کې وژل شوي یو تن جنازه
د زیارت ورځ د پښتنی سیمې د دواو ښارونو، کويټه او سوات لپاره د کربلا نه کمه نه وه. په پینځه بمي چاودنو کې 126 تنه مړه او 270 ژوبل شو. او د بلې خوا د ایم کیو ایم په لندن کې میشت مشر الطاف حسین په کراچۍ کې د خپل ګوند غړو ته په ټیلیفون د ټوقو ټقالو ډکه وینا کوله. په ډیروه شخصي ټیلي ویژن چینلو د الطاف حسین وینا بغیر د څه مداخلته تر دوه ساعتو پوری روانه وه. خود ټیلي ویژن په پرده پکې یو ګوټ ته دا هم ښودل کیدل چې په کويټه کې د څلور بمي چاودنو له کبله د 100 خوا وشاه خلق وژل شوي او دغه شان په سوات کې په تبلیغي مرکز کې برید شويدی چې پکې 22 تنه مړه او یو شمیر ژوبل هم دي.
خود ټیلي ویژن په پرده پکې یو ګوټ ته دا هم ښودل کیدل چې په کويټه کې د څلور بمي چاودنو له کبله د 100 خوا وشاه خلق وژل شوي
خود ټیلي ویژن په پرده پکې یو ګوټ ته دا هم ښودل کیدل چې په کويټه کې د څلور بمي چاودنو له کبله د 100 خوا وشاه خلق وژل شوي

د میډیا په دی سلوک ډیوه ریډیو د جمعې په ورځ په پریس کانفرنس کې د څیړونکو نظر وپوښتو.
په کراچۍ کې د ایکسپریس ټریبون ایډیټر ښاغلې نوید حسین اوویل، دوﺉ په ډیر مشکل کې ګیر دي. ازاد صحافت اسان څه چې ممکن نه ښکاري. د دوی په وینا وسله وال تنظیمونه او ګوندونه نه یواځې ازاد صحافت کار ته پریږدی ولې په صحافیانو کې نسل پرسته ټولګي هم شتون لري. دی واېي پښتانه روستو ځکه پاتې دي چې خپله میډیا نه لري.
د پروګرام یو بل میلمه او وتلې خبریال اکرام هوتي واېي چې د پاکستان پوځي قیادت په څلورو اړخونو ډیر ژور نظر لري: چې سیاسي ګوندونه فعاله نه شي، این جي اوز یا مدنی ټولنې په خلقو کې بد نامې کړي، میډیا په خپل واک کې وساتي او ازاد څیړونکې پابند کړي چې اولس سیاسي بیداري ونه مومي.
دی واېي د سندهی ژبی خپله میډیا دومره قوي ده چې نور په دی مجبور کړی چې د دوی مسلو ته توجه وکړی. اکرام هوتي واېي که چرې د پښتنو خپله میډیا هم قوي شي نو د پښتنو سره د دوانې د مور د میري کار ته به خاتمه ورکړي. د ډیوه ریډیو پریس کانفرنس کوربه بهروز خان دی او ننې پریس کانفرنس لاندې اوریدې شۍ.
please wait

No media source currently available

0:00 0:54:33 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG